معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د افغان – قزاق ګډ نندارتون جوړیږي

کابل کې د افغان – قزاق ګډ نندارتون جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بین المللي نندارتون مرکز خبر ورکړی چې د روانې غویي میاشتې په پنځمه نېټه به کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لسګونو شرکتونو په ګډون د افغان – قزاق ګډ نندارتون پيل شي.

یاد مرکز ویلي، د دې نندارتون لپاره چمتووالی روان دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري یې هم له چمتووالي څخه څارنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی.

دغه نندارتون کې به د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس