معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین په کابل کې ۱۴ سوه هستوګنیز کورونه جوړوي

چین په کابل کې ۱۴ سوه هستوګنیز کورونه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د نیله باغ ښار ګوټي پروژې چارې د کور او ښار جوړونې وزارت او په کابل کې د چین سفیر له لوري پیل شوې.

د خبر پر بنسټ، د کور او ښار جوړونې وزارت د مسکن، د زونونو پراختیا مرستیال ويلي، په یاده پروژه کې ۱۴ سوه ودانۍ شاملې دي، چې ۷۱ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

یاد لګښت چې د چین له لوري ورکول کېږي، د چین او افغانستان د هوکړې له مخې به د دغې پروژې چارې په دریو کلونو کې بشپړې شي او د ځانګړي طرزالعمل له منظورۍ وروسته به دولتي کسانو ته ووېشل شي.

په دې مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي، دغه پروژه د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره یو سترګام دی.

د نوموړي په خبره، سرپرست حکومت د نورو بنسټیزو پروژو ترڅنګ د ودانیزو پروژو پلي کولو کې غوره ګامونه پورته کړي او د نورو لویو پروژو د پیل لپاره هم پلان لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس