معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په کونړ کې د څلوېښت زره ډالرو اخیستل شوې مطبعه، له استفادې پرته له کاره غورځېدلې

په کونړ کې د څلوېښت زره ډالرو اخیستل شوې مطبعه، له استفادې پرته له کاره غورځېدلې

په کونړ کې د څلوېښت زره ډالرو اخیستل شوې مطبعه، له استفادې پرته له کاره غورځېدلې
راپور: سپین غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیي چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره په څه باندې څلور دېرش زره امریکایي ډالرو اخیستل شوي د مطبعې ماشینونه داڅو کاله پرله پسې په یوه خونه کې بیکاره پراته دي او د یاد ولایت یوازینی میاشتنی اخبار، په ننګرهار او کابل کې په لوړه بیه چاپېږي.
د معلوماتو له مخې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند دغه مطبعه چې په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د امريکا متحده ايالاتو د ولايتي بيا رغونې ټيم يا پي ار ټي له خوا جوړه شوې وه، يوازې تر يو څو ورځو يې فعاليت وکړ او بيا بنده شوه.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې ياده مطبعه د کونړ اخبار، مجلې او د ولايت اوسېدونکو د چاپي اړتياو د پوره کولو په موخه جوړه شوې مطبعه (NKCC) يا د نوي ختيځ کنسټرکشن کمپنۍ په نامه د یوه شرکت له خوا جوړه شوه.
د دغه شرکت د يوه تن شريکوال محمد اکرام ماموند په وېنا چې يادې مطبعې سامان يې پاکستان لاهور، کراچۍ او پېښور کې خرېداري او دلته راوړی وو او د مطبعې د سامان ترڅنګ، يو جنراتور چې (۲۲)دوه ويشت کيلواټه ظرفيت یې درلود، هم شامل وو.
ښاغلی ماموند زياتوي : “له پي ار ټي سره زمونږ قرار داد په دې ډول ؤ، چې سامان به يوز يا استعمال شوی وي، نو کوم سامان چې موږ راوړی هغه په انګلستان او جرمني کې کارول شوی، خو په افغانستان او پاکستان کې دغه ټکنالوژي نوې وه او نه وه کارول شوې، چې په دې ډول نور ټول ماشينونه په انګلستان او جرمني کې جوړ وو، خو يوازې يو سکنر په کې په پاکستان کې جوړ ؤ.”
هغه د دغه سامان ټول لګښت (۴۰۰۰۰)څلويښت زره امریکایي ډالر ښيي چې په کې د مطبعې د ماشینونو ترڅنګ کمپيوټرونه هم وو، د هغه په وېنا چې دی خپله هم هغه وخت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې مامور ؤ، او ټوله پروسه ده په خپله مخ ته وړې ده.
دا چې دغه مطبعې څومره وخت فعاليت وکړ، په اړه يې ښاغلی ماموند وايي: “زموږ له شرکت سره شپږ مياشتې قرار داد شوی ؤ چې په درې مياشتو کې به موږ سامان راوړو، انسټاليشن به کوو، او په درې مياشتو کې به شاګردان چې د رياست له خوا راپېژندل شوي وو، روزو.”
موږ د شاګردانو د روزلو لپاره له پاکستان نه يو استاد او يو شاګرد هم راوستي وو، مطبعې په چاپ پیل وکړ د کونړ اخبار او نور شيان مو پرې چاپ کړل او د هغه وخت والي سيد فضل الله وحيدي او نورو مسؤولينو سره د رسمي مراسمو په لړ کې مطبعه اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شوه او زموږ مسؤوليت نور ختم شو.”
د هغه په وېنا چې د مطبعي له چارو او پروسې څخه خپله د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، ولايت مقام او هم د پي ارټي مسؤولينو په ګډه نظارت کاوه.
بل خوا په هغه وخت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر او د دې رياست اوسنی رئیس ښاغلی جنت ګل فداء د دغې مطبعې د چارو د بندېدو په اړه وايي: “هغه وخت دلته رئیس عبدالقيوم حکيمزی ؤ، کله چې مطبعه رياست ته رسماً وسپارل شوه، نو ښاغلي حکيمزي صيب په وار وار په مکتوبي ډول له وزارت نه د تشکيل د منظورۍ غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه هغه وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د ماليي وزارت دغه وړانديزونه و نه منل ځکه نو دا مطبعه همداسې پاتې شوه.”
ښاغلی فداء زياتوي: ” اوس چې زه خپله دلته مسؤول يم، څو ځله مې هڅه کړې، خو چارواکي وایي چې ماليي وزارت د تشکيل برخه کې مرسته نه کوي، ځکه نو دا مطبعه دې دمګړۍ همدغلته وي. ”
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور اوسنی رئیس همدا راز وایي چې وروسته بیا د دولتي مطبعو عمومي رئيس د وزارت سره په ګډه پلان جوړ کړی وو، چې دا مطبعه کابل ته وليږدوي او هلته يې د آزادۍ مطبعې تر چتر لاندې فعاله کړي.”
خو د ښاغلي فدا په خبره چې د کونړ د ولایت مقام، ولایتي شورا او فرهنګیانو ددې کار مخه ونیوله او پرې یي نه ښوده چې دا د مطبعې دا وسایل بل ولایت ته انتقال شي.
ښاغلی فدا زیاتو ي: “اوس مو د مطبعې ودانۍ د لنکن ښوونیز مرکز ته ورکړه چې د امريکا سفارت له لوري د انګلیسي، کمپيوټر او انټرنټ په برخه کې ځوانانو ته زده کړې ورکوي او د مطبعې سامانونه مو په يوه کوټه کې خوندي ايښي او په شفاهي ډول مو وزارت جريان کې کړی دی.”
خو د مطبعې لپاره اخیستل شوی جنراتور چې دوه ويشت کيلواټه ظرفيت لري، د نهه زره ډالرو په لګښت اخيستل شوی او اوسمهال تر شنه اسمان لاندې لمر او باران ته پروت دی، په اړه يې ښاغلی فداء وايي: څرنګه چې دغه جنراتور د مطبعې له نور سامان سره يوځای په کوټه کې نه ځايده، نو اوس تر بلوکونو لاندې ايښي او په دې څو ورځو کې به يې له خېره د نور خونديتوب لپاره هڅه وکړو.”
بل خوا د گهیځ موندنې دا هم ښیي چې د مطبعې لپاره اخيستل شوی سامان د(۳۴۲۰۰) څلوردېرش زره او دوه سوه امريکايي ډالرو په ارزښت دی، خو د شرکت د معلوماتو له مخې چې ګهیځ ته لاس ته ورغلي، بيا د ټولو وسايلو،کمپيوټرونو او ملحقاتو په شمول(۴۰۰۰۰)څلويښت زره ډالره ښودل شوی دی.
همدا رنګه د مطبعې د سامان په اړه ترتیب شوي دوه لیسته ( چې یو یې په لاس لیکل شوی او بل په کمپیوټر) له یو بل سره توپیر لري. د بېلګې په توګه د مطبعې لپاره د چاپ روټا ماشین په کمپيوټر جوړ شوي ليست کې دوه دانې ښودل شوي خو په قلم لیکل شوي لیست کې بیا یو دانه دی پداسې حال کې چې که دوه عدده روټا ماشینونه اخیستل شوي وي، او د نورو ټولو ماشينونو له قيمت سره ددې دوه ماشینونو قیمت هم یوځای شي نوټول لګښټ (۴۲۷۰۰) دوه څلويښت اوه سوه امريکايي ډالر کېږي.
بل لور ته دمګړۍ د کونړ اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند يوازې يو اخبار چې په مياشت کې يو ځل په رنګه ډول په څلورو مخونو کې چاپيږي، د چاپ لپاره لومړی ننګرهار او بيا کابل ته لېږل کېږي، چې خورا ډېر لګښت پرې راځي.
د مسؤولينو په وېنا که دغه مطبعه دلته فعاله وای، نو دا اخبار په ورځ او يا هم دوه ورځې وروسته چاپ کېدای شوای، چې ورسره به د لوړ لګښت مخه هم نيول کېده.
دا چې دغه هومره لګښت په ياده مطبعه شوی، نو ولې يې وزارت غم نه خوري، څو د کونړ په اطلاعاتو او کلتور رياست د اخبار او مجلې چاپ ترڅنګ د اوسېدونکو نورې چاپي اړتیاوې هم ترې پوره شوی وای، هڅه مو وکړه چې پدې تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر هم ولرو خو د دغه وزارت له وياند ښاغلي صابر مومند سره د پرلپسې اړيکو نيولو سره ونه توانيدو چې په اړه يې نظر واخلو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس