معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په کونړ کې د جنسي ناروغیو د درملو په نامه نا څرګنده درمل په لوړه بیه پلورل کېږی

په کونړ کې د جنسي ناروغیو د درملو په نامه نا څرګنده درمل په لوړه بیه پلورل کېږی

په کونړ کې د جنسي ناروغیو د درملو په نامه نا څرګنده درمل په لوړه بیه پلورل کېږی
راپور : سپین غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیي چې د هومیوپیتیک یا یوناني درملو ځینې پلورنځي نه یوازې د جنسي ناروغیو درمل، بلکې نور عادي درمل هم پرته له جوازه او په قیمته بیو پلوري او د دولتي اداراتو او پولیسو د ورتګ پر وخت، هغوی ته د پیسو په ورکړې سره ځان له قانوني مجازات نه ژغوري.
که څه هم د روغتيايي مسؤولينو د وېنا پر بنسټ د جنسي ناروغیو د هر ډول درملو پلور او پېر د مجرب او متخصص ډاکټر له نسخې پرته قانوني جواز نه لري،خو د ګهیځ موندنې ښکاروي چې په کونړ ولایت کې لا هم په غېر قانوني بڼه او د ډاکتر له نسخې پرته د جنسي ناروغیو اړوند بېلابېل درمل په درملتونونو او يوناني درمل پلورنځیو کې پېر او پلورل کېږي.
بل اړخ ته په یاد ولایت کې روغتیایي مسؤولین اعتراف کوي چې دوی ددې نا قانونه درملو د پېر او پلور په مخنيوي او کنټرول کې د يو شمېر لاملونو له امله، پاتې راغلي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عزيز الرحمن ساپي د دغه ډول درملو پلور په مارکيټ کې مني او وايي چې دغه يوناني درمل پلورنکي، جواز نه لري، یوازې د دوی د اتحاديې اسناد طی مراحل شوي خو لا یې کار ندی بشپړ شوی او جواز یې ندی اخیستی.
د کونړ د عامې روغتیا رئیس زیاتوي چې: “ددې سره سره یې موږ وخت په وخت درمل کنټرولوو. ”
ښاغلی ساپی وايي چې په خپل وخت او له پلان سره سم د دغه ډول درملو د مخنيوي لپاره نظارت او کنټرول ته دوام ورکوي،او زياتوي چې: “موږ چې کله دغه او يا نور غېر قانوني درمل د خپل نظارت پر مهال د چا سره ونيسو،درملتون يې مهر او لاک کوو او کس جريمه کوو آن که چېرته په دوهم ځل یي بيا ورته جرم وکړ نو کېدای شي،بېخي د فعاليت اجازه ورنه کړل شي.”
ښاغلی ساپی له خلکو غواړي چې بايد مستند حکيم او ډاکټر ته ورشي،او زياتوي چې کله د قانون پلي کېدو پر وړاندې عاجز شي ځکه دی چې که د يو چا درملتون د غېر قانوني کړنې له امله بند کړي، نو د وکيلانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او غټو غټو چارواکو او سیاست والو له خوا ورته سپارشونه کېږي او د دوی د لاسه قانون ماتيږي، حتی که په لرې پرته کومه ولسوالۍ کې هم وي.
د عامې روغتيا رياست د صحي قوانينو او بررسۍ مدير ډاکټر محمد قاسم برهاني هم د دغه درملو پلور او پېر غېر قانوني بولي او وايي: “په اسعدآباد ښار کې تر اتلسو پورې د يوناني درملو د پلور دوکانونه شته چې د جواز نه لرلو له امله څو وارې دوکانونه مهرلاک شوي دي، خو دا چې کونړ له لرې پرتو ولايتونو څخه دی دلته واسطې او سفارشونه هم ډېر دي.
د ښاغلي برهاني په وېنا په دغه اتلس يوناني درمل پلورنځیو کې يوازې (۸)کسان مسلکي دي او دا نور هسې خلک تېر باسي.
ولې دغه درمل تر نورو په لوړه بيه خرڅيږي؟
د ګهیځ موندنې ښيي چې د جنسي هڅونې يا پارونې د ځینو درملو پلور که غېر قانوني هم دی په ډېره لوړه بيه ترسره کېږي.
په دې اړه ښاغلی برهاني وايي: “موږ ته د دغه ډول درملو په اړه يو کس شکايت کړی ؤ، چې په يوه نورستاني ورور باندې يې درمل په لوړه بيه خرڅ کړي وو،بيا مو هغه درمل پلورونکی راوغوښت، هغه بخښنه وغوښته او هغه کس ته يې بېرته خپلې روپۍ ورکړې او هم يې ټينګه ژمنه وکړه چې بيا به داسې نه کوي.”
ابوبکر چې د کونړ اسعدآباد ښار کې دوکان لري وايي: “زما یو بې سواده دوست مې د خپلې تجربې په اساس دلته یوه حکيم ته وروست، زه ترې راغلم چې هغه سړی بېرته راغی نو يوه سپرې يې ور کړې وه، ما ترې پوښتنه وکړه چې دا په څو شوه ویې ویل په يو نيم زر افغانۍ، په داسې حال کې چې ما ته د هغه سپرې قیمت معلوم ؤ چې له درې سوه افغانيو لوړ نه دی.”
نوموړی زياتوي چې زه ډېر داسې يوناني حکيمان او نور درمل پلورونکي چې دغه ډول درمل پلوري؛ پېژنم چې اوس د لوکسو موټرو او کورونو خاوندان شوي دي.
د اسعدآباد يو تن درمل پلورونکی فهيم ساپی هم مني چې دغه ډول درمل په خورا لوړ قيمت خرڅيږي او لامل يې دا یې چې دا پښتني ټولنه ده او د جنسي ناروغیو درمل چې څوک اخلي نو شرم او ننګ ورسره ملګری وي او نه شي کولای چې دا درمل څو ځايه بيه کړي او له همدې له امله ځينې له خدايه نه وېرېدونکي له دې موقع ناوړه ګټه اخلي.
د جـنسـي ناروغیو درمــل څــوک خــرڅـوي؟
د اسعدآباد ښار يو تن يوناني درمل پلورونکی مولوي ماشترالله مني چې دوی ځينې د جنسي پياوړتيا درمل خرڅوي، خو دی وایي چې دا چې منل شوي درمل دي چې او سل فيصده جانبي عوارض نه لري.
هغه د جواز په اړه وايي: “د ښاروالۍ له خوا ورته جواز ورکړل شوی او د عامې روغتيا رياست په مياشت کې دوه ځلې يا زيات او کم د دوی له درمل پلورنځیو څخه نظارت کوي. ”
خو په ورته وخت کې بیا د اسعدآباد ولايتي روغتون درمل پلورونکی، فهيم ساپی وايي: “دغه درمل خورا مضر دي، که ګټه هم لري، تاوان يې زيات دی، له بده مرغه په بازار کې په عامه توګه خرڅيږي، چې زيات وخت يې خلک همداسې اخلي خو ځينې وخت يې ډاکټران هم ليکي.”
د اسعدآبادښار د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر ديني عالم او فارميسيست امين الله د دغه درملو د اړتيا په اړه وايي چې کوم درمل چې د جنسي طاقت لپاره د مسلکي او پاک نفسه ډاکټرانو له خوا ليکل کېږي، د اړتيا له مخې ليکل کېږي او کوم چې انسان له کنټرول وباسي، هغې ته هيڅ اړتيا نشته او انسان ته سخت تاوان رسوي.
که څه هم په هېواد کې د خصوصي زده کړو پوهنتونونو جوړېدو سره د روغتيا په برخه کې د ډاکټرانو نه شتون تشه تر یوه حده کمه شوې، خو خلک شکايت کوي چې بيا هم په دغه برخه کې چې څنګه په کار ده مسلکي چلند لا څه چې د معايناتواو درملو په اخيستو کې هم هڅه کېږي چې د ناروغ پاتې پوستکي د هغه له بدن نه وباسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس