معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په کونړ کې خوارځواکو ماشومانو ته وېشل کیدونکي خوراکي توکي په بازارونو کې پلورل کېږي

په کونړ کې خوارځواکو ماشومانو ته وېشل کیدونکي خوراکي توکي په بازارونو کې پلورل کېږي

په کونړ کې خوارځواکو ماشومانو ته وېشل کیدونکي خوراکي توکي په بازارونو کې پلورل کېږي
راپور : سپين غر
د ګهیځ موندنې ښيي چې د کونړ ولایت د یو شمېر روغتیایي مرکزونو ځینې مسؤولین د خوارځواکو ماشومانو لپاره ځانګړي شوي خواړه په بازار کې پلوري.
د کونړ د روغتيايي مسؤولينو د معلوماتو له مخې دوی هره مياشت په اټکليز ډول نېږدې (۸۶۱) اته سوه يو شپېته د منځنۍ کچې خوارځواکو ماشومانو ته پلمپينټ په نوم چايکليټونه او (۱۱) يوولس کسانو شديدو خوارځواکو ماشومانو ته پلمپينټ ډوز چايکليټونه ورکوي.
خو داسې انديښنې شته چې دا خوراکي توکي چې د درملو په توګه ترې ګټه پورته کېږي خوارځواکو ماشومانو ته په سم او مناسب ډول نه ورکول کېږي.
همدارنګه د ګهیځ معلومات ښيي چې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو مسؤولین، والدین او د روغتیایي مراکزو خدماتي کارکوونکي دا خوراکي توکي په ناقانونه توګه په بازار کې پلوري.
په کونړ کې د ګهیځ خبریال وایي چې نوموړي په خپلو سترګو وليدل چې دغه دواړه ډوله چايکليټونه د اسعدآباد ښار په ځينو او د شا او خوا د ځینو کلیو په هره دویمه او درېیمه هټۍ کې شته دي.
د جمال په نامه د اسعد آباد د کرهالې کلي یوه اوسیدونکي وویل چې په خپلو سترګو یي د خپل کلي په دوکان کې د دې خوراکي توکو کارتنونه لیدلي.
نوموړی وایي: “زموږ د کور سره نږدې يو دوکان دی، يوه ورځ ورغلم ګورم چې د روغتون د چايکليټونو ډک کارتنونه په کې پراته دي، ما چې کله له دوکاندار نه پوښتنه وکړه هغه وويل چې دا راته د کلنيک يو کس راوړل”
د کرهالي دغه اوسېدونکی زیاتوي چې: “ما دغه دوکاندار ته وويل چې دا جرم دی او بايد دی دا ډول توکي خرڅ نه کړې، نو هغه په ځواب کې وويل چې موږ ته يې دوی خپله راوړي او موږ ترې يو دانه په (۱۳) افغانۍ اخلو او په (۲۰) شل افغانۍ يې خرڅوو، زموږ په کې ښه ګټه ده .”
د دمکلي یو تن هټیوال زاهدالله بیا میندې او پلرونه ګرم ګڼي او وایي د دوی له لورې ورته دغه د خوار ځواکو ماشومانو ځانګړي خوراکي توکي د خرڅلاو لپاره راوړل کېږي.
يو بل تن هټيوال چې د نوم له څرګندولو ډډه کوي او په ښیښه یي میز کې یي دا ډول چایکلیټونه پراته دي وایي: “موږ ته په اونۍ کې له سلو زیات د پاکټو چايکليټ خلک راوړي او بيا هر چايکليټ موږ په(۲۰) شل افغانۍ خرڅوو، او هر چايکليټ د دغه خلکو نه په (۱۵)پنځلس افغانۍ اخلو.

بل خوا د اسعدآباد د ولایتي روغتون د خوارځواکۍ د برخې مسؤول ډاکټر شفیق الله بابر که څه هم په دې برخه کې د روغتیایي مسؤولینو ښکیلتیا نه مني خو وایي، دا ستونزه ریښتینې ده او یو شمېر میندې او پلرونه په دې برخه کې مسؤولانه چلند نه کوي.
د نوموړي په خبره: “داسي زيات ماشومان شته چې د دې خوراکي توکو تر ورکړې وروسته هم د هغوی په وزن کې توپیر نه راځي، کله چې مونږ ددې ډول پېښو سره مخ شوو، نو موږ دا ستونزه درک کړې چې زياتې مېندې د بې وزلۍ له امله دغه چايکليټونه بازار کې خرڅوي، خو اوس موږ زيات وخت له دوی د واکسينو کارت غواړو او يا هم ورڅخه د مصرف شوو چايکليټونو پوښونه غواړو.”
بلخوا د اسعدآباد ولايتي روغتون سره نېږدې يو تن درمل پلورونکی علي محمد بیا وايي: “دغه چايکليټونه زياتې مېندې په چل ول څو ځل اخلي، بل د روغتيا برخې اجيران او پياده ګان په بېلابېلو نومونو او طريقو راوباسي او دا کار زيات وخت د ولسواليو په کلنيکونو کې تر سره کېږي. ”
ورته خبره يو تن بل ډاکټر چې موده وړاندې يې د اسعدآباد ولايتي روغتون کې دنده پريښي، د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وايي: “هغه وخت چې ما دلته دنده لرله نو څو ځل داسې شوي وو، چې يوې مور به خپل بچی په څو ډوله جامو او ځاېنورو کاليو په بدلولو سره موږ ته راوړو، دا چې ګڼه ګوڼه به وه نو موږ هم دومره دقت نه شو کولای .”
دغه ډاکټر زیاتوي چې: “څو ځله داسې هم شوي چې د روغتون کارګرانو يا پياده ګانو له منځه يو څو کسان داسې وو چې موږ ته به راغلل او په يوه او بله بهانه به يې له موږ نه د هغو کسانو يا ناروغانو په نامه چې دايمي غېر حاضر به وو، چايکليټ واخيستل، خو بيا يو وخت دغه خبره رسوا شوه او تر هغې وروسته بیا مونږ ډېر احتیاط کوو. ”
خو د کونړ په ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ د برخې مسؤول ډاکټر شفیق الله بابر دغه ستونزه په اوس وخت کې نه مني او زياتوي چې دوی له داسې کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
ډاکټر بابر زياتوي موږ کوښښ کوو چې هر دوکاندار چې د مېندو يا ناروغانو څخه دغه چايکليټونه اخلي په نښه، اول ورته توصيه وکړو او کنه بيا ورسره قانوني چلند وکړو.
په اسعدآباد کې د کونړ د عامې روغتيا رياست د خوارځواکۍ مسؤولينو په وېنا هر پنځه کاله وروسته ملي سروې کېږي، چې اوسنۍ سروې په ۲۰۱۸ ز کال کې شوې چې ټول ۲۰.۹ سلنه يا فيصده خوارځواکي ماشومان په کونړ کې شتون لري، چې په دې کې ۱۶.۴ منځنۍ کچې سوء تغذيي يا خوارځواکي ماشومان دي او ۵.۵ سلنه ماشومان شديد خوارځواکي ماشومان دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس