معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز برید ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز برید ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله وال بريد په ترڅ کې لس تنه پوليس وژل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو د سلواغې په ۱۶مه رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه ویلي چې چې وسلوالو برید ګرو تېره شپه د دیره اسماعیل خان په درابڼ په سیمه کې پر یوې تاڼې  د بريد په ترڅ کې د پاکستاني پولیسو لس سرتېرې وژلي دي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ټول ټاکنو نېتې ته یوازې درې ورځې نورې پاتې دي.

ویل کېږي چې  تر دې وړاندې هم د دیره اسماعیل خان په درابڼ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي چې له هغې نه د ۲۰۲۳ز کال د ډیسمبر پر ۱۲مه برید یادولای شو چې په ترڅ کې یې ۲۳ پوځيان وژل شوي وو او تر ۳۰ زیات نور ټپیان شوي وو

که څه هم ددې برید پړه چا نده منلې خو تر دې وړاندې ددې ډول اکثره بریدونو پړه د پاکستان د تحریک طالبان پر وسله والو اچول شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس