معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په نورستان کې د همکارو بنسټونو له لورې د عامه پوهاوي په برنامو تطبیق کې اداري فساد کېږي.

په نورستان کې د همکارو بنسټونو له لورې د عامه پوهاوي په برنامو تطبیق کې اداري فساد کېږي.

په نورستان کې د همکارو بنسټونو له لورې د عامه پوهاوي په برنامو تطبیق کې اداري فساد کېږي.
راپور : شکیب مروان
د ګهیځ موندنې ښیي چې د نورستان لپاره د یو شمېر همکارو بنسټونو او یا هم د حکومت له لورې د عامه پوهاوي په برنامو کې په پراخه کچه اداري فساد کېږي
نورستان چې د پلازمینې کابل لرې پروت ولایت دی د افغان حکومت سره یو شمېر همکارې مؤسسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې او همدارنګه په ګڼو نورو برخو کې د عامه پوهاوي برنامې، ورکشاپونه او سیمینارونه په لاره اچولي دي چې د یادو برنامو په وړاندې شکایتونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
د نورستان اوسېدونکي وایي، دغه برنامې چې نورستان ته راوړل کېږي د دې ولایت لپاره د دغو مؤسسو او ادارو د استازو لخوا یواځې د فساد لپاره څو مشخص کسانو ته ورکول کېږي او د نورستان ډېره برخه خلک تر ې ناخبره او بې برخې پاتې کېږي.
د نورستان مرکز پارون یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې دلته ولیکل شي د خپل شهرت د پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې دا لړۍ له ډېر وخته روانه ده او یواځې خلک د پیسو لپاره د نورستان خلکو حق خوري. دا وایي ((دلته ډېر خلک د اګاهۍ په نوم راځي او په یو محدود ځای کې یا دوه کسانو سره یا پنځو کسانو سره ګوري او بس څوک چې د ټولنې په کچه مشهور دي او باید ورته پوهاوی ورکړل شي هغوو خلکو ته نه ورکول کېږي فقط یوه هوایي پروژه جوړیږي عکسونه اخیستل کېږي او راپور ورکول کېږي چې دا برنامه نورستان کې ترسره شوه خو ټول چل د داسې سیمینارونو لپاره چې کومې د کرایې په نوم پیسې ځانګړې شوي وي هغوو ته وي دغه پیسې د همدغه استازو له خوا د خلکو نه وهل کېږي او د دوی جیبونو ځي ))
د نورستان اوسېدونکو له لورې په داسې مهال په دې برنامو د اداری فساد نیوکې ډېرېږي چې په دې وروستیو کې د ملي مشارکت له لورې په سوله کې د مېرمنو ونډې او همداشان په کورني ژوند کې د ورسره مخ ستونزو د مخنیوي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي برنامې په لاره اچول شوي دي.
ملي مشارکت په نورستان کې د ۱۴۰۰ کال د ۳ میاشتې دوهمه نېټه د نورستان مېرمنو لپاره د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي او په کم عمرۍ کې د واده کولو د عامه پوهاوي سیمینار په لاره اچولی ؤ یو تن ګډونوال یې ګهیځ ته وویل چې دغه برنامې یواځې د پیسو لپاره کېږي دا زیاتوي د نورستان مرکز په کچه په شمار څو مېرمنو پکې ګډون کړی وو او نورې ټولې مېرمنې ناخبره او بې برخې پاتې شوي ((لومړی خو دا خلک چې کومې برنامې راوړې د نورستان خلکو لپاره ډېرې ګټوري دي خو څنګه چې پکار ده هغسې نه وړاندې کېږي لکه دوی ښځو ته د هغوی د حقونو په برخه کې سیمینار دایروي خو فقط نیم ساعت … دا به کله یوه د نورستان چې زده کړې نلري د کور کلي مېرمن په خپلو حقونو خبرې کړي دا بېخي د منلو نه ده دلته یواځې د پیسو لپاره دا کارونه کېږي بله دا چې پارون په کچه د ګوتو په شماره ښځې پکې بلل کېږي دا نو څه معنا؟ دا نورې ولې ؟ او هغه ښځې چې دوی یې په ټلیفون راغواړي او په دې خبرې دي چې دلته پیسې ورکول کېږي زه نه پوهېږم چې د کابل نه به دا پیسې څومره وي خو دلته فقط ۳۰۰ او یا هم ۴۰۰ ورکول کېږي))
ومو غوښتل چې د نورستان اوسېدونکو د عامه پوهاوي په برخه کې د سیمینارونو دایرولو کې د فساد تورنو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړو په نورستان کې د ملي مشارکت له استازي نه مو وپوښتل په دغه ولایت کې د ملي مشارکت استازې ریحانه وایي، هغه کسان چې د دوی په برنامو باندې نیوکه کوي درست کار یې نه بولي.
د نورستان لپاره د ملی مشارکت استازې ریحانې ګهیځ ته وویل ((زه د خپل دفتر او برنامو په اړه یواځې ویلی شم او د نورو په اړه معلومات نلرم چې څوک دلته څه کوي او خلکو ته یې ګټه څومره ده خو مونږ خپل کوشش کوو چې یو برنامه کومه چې د مرکزي دفتر لخوا راکول کېږي په ښه شکل ترسره کړو دا چې د دوی پکې ګډون کم رنګه دی دا د دوی خپله ګناه ده او دا چې وایي اداري فساد کېږي نه دا خبره بېخي ردومه مونږ د هر سیمینار وروسته د ګډونوالو لپاره کم اندازه پیسې د کرایې لپاره ورکوو او بېرته یې راپور خپل مرکزي دفتر ته ورکوو چې په دې برخه کې مونږ ته د فساد کومه لاره نشته او دا بې ځایه خبره ده ))
نورستانیان زیاتوي، نه یواځې دا چې په دې برنامو کې پیسې پټیږي، بلکې په سم شکل نه تطبقیږي ځکه هغه کسان چې دا سیمینارونه په مخ وړي یا خو د دې خلکو په ژبه نه پوهېږي او یا هم د دې ځای له دود او دستور سره اشنایي نلري چې دا په خپله د فساد لپاره زمینه سازي ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس