معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان کې خلک د برېښنا آمریت او کارکونکو یې په فساد تورنوي

په لغمان کې خلک د برېښنا آمریت او کارکونکو یې په فساد تورنوي

په لغمان کې خلک د برېښنا آمریت او کارکونکو یې په فساد تورنوي
راپور: عبدالعزیز تلاش
د لغمان ولایت د برېښنا یو شمېر مشترکین تور لګوي چې د برېښنا آمریت کار کوونکي په فساد کې ښکیل دي ځکه نو د ځینو مشترکینو بلونه زیات او د ځینو نورو له مصرف سره سره ډېر کم راځي.
د برېښنا دغه مشترکین وایي چې په کور کې یوازې څلور یا پنځه ګروپونه لګوي چې باید مصرف یې له درې سوه افغانیو تر پنځه سوه افغانۍ پورې راشي، خو د برېښنا آمریت د کارکوونکو د فساد له امله د دوی د برېښنا بل دوولس زره یا دیارلس زره افغانۍ راځي.
دوی وایي چې ځینې زورواکي په دنګو ودانیو کې ژوند کوي او ډېره برېښنا مصرفوي، خو دا چې لدې امله چې د برېښنا آمریت مامورینو ته یوه اندازه پیسې د شیریني په نوم ورکوي، نو د دوی لګښت کم لیکل کېږي؛ مګر خوار او غریب ته بیا لګښت ډېر لیکل کېږي او بل ډېر راځي.
دغه وګړي دعوه لري چې سره له دې چې لږه برېښنا مصرفوي، خو بیا هم دوی مجبور دي چې خپل بل تحویل کړي او
نیوکه کوي چې زورواکي ډېره برېښنا مصرفوي خو خپل د مصرف پیسې نه ورکوي. او قصور یې له دغه غریب او بې چاره خلکو څخه اېستل کېږي.
ځينې نور وګړي بیا وایي چې په آمریت کې مسلکي او په کار پوه مامورین نشته نو ځکه داسې ستونزه پیدا کیږي چې یو کس د پنځه سوه یا شپږ سوه افغانۍ مصرف لري خو بل پرې پنځه زره یا شپږ زره افغانۍ راځي.
د لغمان د مهترلام ښار اوسېدونکی استاد سیار صداقت وایي چې د برېښنا آمریت کارکوونکي په فساد کې ښکیل دي ځکه نو د دنګو ودانیو د اوسېدونکو او زورواکو بلونه د هغه اړیکو له مخې چې د آمریت له لوړ پوړو چارواکو سره یې لري، یا د هغه پیسو په وجه چې د شیریني په نوم یې د برېښنا آمریت کارکوونکو ته ورکوي، کم راځي.
نوموړی وایي، چې دی په کور کې له سولر نه هم استفاده کوي او کله چې اسمان وریځ وي او سولر کار ونه کړي، نو له دولتي برېښنا نه استفاده کوي چې هغه هم یوازې څلور یا پنځه ګروپونه لګوي، خو بیا هم دولس زره بل پرې راغلی دی.
استاد صداقت وایي چې دی په کور کې له اوتو نه استفاده نه کوي، یوازې ګروپونه او واټر پمپ د څښاک اوبو لپاره کاروي، دا هم په هغه صورت کې چې اسمان وریځ وي او سولر(شمسي) کار ونه کړي، خو بیا هم ددې سره سره پر ده دوولس زره افغانۍ بل راغلی دی.په داسې حال کې چې دده ګاونډي چې تر ده زیاته برېښنا مصرفوي، بل یې کم راځي.
همدارنګه د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اصف اکرمزی هم وایي چې د برېښنا آمریت یو شمېر مامورین په فساد کې ښکیل دي، ځکه چې زه یوازې څلور ګروپونه لګوم خو پر ما پنځه زره او درې سوه او دوه ویشت افغانۍ بل راغلی.
دی هم وایي چې دوی غوندې خلکو ته شپږ زره، پنځه زره او څلور زره بل راځي، خو هغه خلک چې ډېر شتمن دي او یخچال، اوتو او نور برېښنایي وسایل کاروي، چې زورواکي دي پر هغوی پنځه سوه یا شپږ سوه افغانۍ بیل راغلی، زه نور نه پوهېږم چې څه ستونزه ده.
زبیر احمد اوریاخیل د لغمان ولایت مهترلام اړوند د تیرګړې اوسېدونکی دی، دی وایي چې په آمریت کې یو شمېر مامورین د روابطو پر اساس مقرر شوي او مسلکي نه دي، نو ځکه د دوی د ناپوهۍ او بې غورۍ له امله یو شمیر کسان چې کم مصرف لري خو د برېښنا بل پرې زیات راځي.
نوموړی زیاتوي چې:” ما ته ۱۵۳۶۰ افغانۍ د برېښنا بل راغی، خو زه ډېر کم مصرف لرم، زه چې د برېښنا آمریت ته لاړم او هلته مې موضوع شریکه کړه، هغوی راته وویل چې دا د بل کس مصرف تاته راغلی او ستا مصرف هغه کس ته لیکل شوی، په داسې حال کې چې زما اصلي مصرف شپږ سوه افغانۍ ؤ.”
څارنوال سید شریف نیازی د لغمان ولایت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې اوسېږي، دی هم وایي چې هره دوره کې له اصلي مصرف نه ډېر د برېښنا بل پرې راځي.
نوموړی زیاتوي: د برېښنا په آمریت کې فساد شتون لري او زه دا خبره په ثبوت وړاندې کوم.، د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۸ مه نېټه، ما ته (۱۰۸۷۲) افغانۍ برېښنا بل راغلی ؤ چې د اقتصادي ستونزو له امله مې یوازې (۴۵۰۰) افغانۍ مې تحویل کړې او باقي ۶۳۷۲ باقیداري راځي، خو اوس د ۱۴۰۰ کال د ثور د میاشتې په اوومه نېټه زما د بل کې باقیداري ( ۸۳۸۲ ) افغانۍ لیکل شوې ده چې (۲۰۱۰) افغانۍ زیاته ده.
د لغمان ولایت د برېښنا آمر عبدالبصیر ساپی بیا وایي چې د برېښنا آمریت ټول کارکوونکي فني او په کار خلک دي، دوی د میټرونو له مخې چې، موږ هر مشترک ته یې میټر نصب کړی دی، د مشترکینو مصارف ټاکي او د هر کس مصرف میټر معلوموي.
دی وایي، هر څوک چې شکایت لري چې مصرف یې لږ کړی او بل پرې ډېر راغلی نو دفتر ته مراجعه وکړي، مامورین ورسره ساحې ته ځي او میټر یې کتل کېږي او څومره چې یې مصرف کړی وي، هغه ته قناعت ورکول کېږي. که چېرته اشتبا شوې وه، انسان ده تېروتنه کېږي نو د همغه اصلي مصرف په اندازه بل ورکول کېږي.
دی زیاتوي چې موږ دوه ویشت زره مشترکین لرو، په ځینو وختونو کې داسې موارد پېښېږي چې د یوه کس د بل مصرف بل کس ته لیکل کېږي. انسان نه سهوه او غلطي کېږي، خو دا چې دوی وایي چې مسلکي نه دي، داسې نه ده دا خبره غلطه ده او د چا چې داسې مشکل وي نو دفتر ته دې راشي موږ یې ستونزه هواروو.
ښاغلی ساپی ههمدا راز دا خبره نه مني چې ګواکې د زورواکو د برېښنا مصرف قصور له عامو او غریبو خلکو اېستل کېږي او زیاتوي چې هر چا ته میټر نصب شوی او هر څوک خپل مصرف ورکوي.
د لغمان د برېښنا آمر زیاتوي چې: “موږ داسې نشو کولای چې د یوه تن د میټر مصرف واخلو په بل کس یې واچوو، زه دا خبره ردوم چې کوم څوک له کوم فني کارګر سره اړېکې جوړوي او بیا د برېښنا د مصرف بل ورته کم راځي. ”
نوموړی زیاتوي چې د برېښنا مصرف بل په بانک کې تحویلېږي که څوک د یوې افغانۍ په اندازه هم څه ستونزه پکې ګوري، نو دا سند په لاس لري بانک ته دې لاړ شي او یا دفتر ته دې مراجعه وکړي او خپل حساب دې وګوري.
پداسې حال کې چې په لغمان کې د برېښنا مشترکین وخت ناوخته له ورته ستونزو شکایت کوي، چې پر غریبو خلکو سره له دې چې ډېره کمه برېښنا مصرفوي، خو بل ډېر زیات راځي.
دغه خلک وایي چې د دوی هغه ګاونډیان چې زورواکي دي، په دنګو ودانیو کې اوسېږي او برېښنا ډېره مصرفوي، خو دا چې د برېښنا آمریت کارکوونکو ته د شیریني په نوم رشوت ورکوي، نو بل پرې کم راځي، خو بیا د همدوی قصور له هغه غریبانو اېستل کېږي، چې نه څوک پېژني.
ځینې نور بیا وایي چې د آمریت مامورین غیرمسلکي کسان دي، دوی په غیرشعوري ډول او د دوی د بیغورۍ له امله د یو کس بل بل کس ته لیکل کېږي.
خو د برېښنا آمر عبدالبصیر ساپی په آمریت کې د فساد خبره ردوي او وایي چې کیدای شي له کارکوونکو څخه تېروتنه وشي ځکه انسان دی او حتمي ترینه خطا کېږي، خو د ښاغلي صافي په خبره داسې کسان دې د برېښنا آمریت ته مراجعه وکړي تر څو یې ستونزه یې حل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس