معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان ولایت کې له پیسې او واسطې پرته د دولتي استادۍ دنده اخېستل ستونزمنه ده

په لغمان ولایت کې له پیسې او واسطې پرته د دولتي استادۍ دنده اخېستل ستونزمنه ده

په لغمان ولایت کې له پیسې او واسطې پرته د دولتي استادۍ دنده اخېستل ستونزمنه ده
خبریال: ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښيي چې د لغمان په یو شمېر ښوونځیو کې د پیسو په ورکړې سره د ډېری ښوونکو مقررۍ شوي دي. د دغو موندنو په دوام ګهیځ له هغو ښوونکو سره غږېدلی چې د پیسو په ورکړې سره یې د دولتي استادۍ دنده ترلاسه کړې ده.
دغه ښوونکي چې له ډېرو هڅو وروسته له ګهیځ سره خبرو کولو ته حاضر شول، د هویت پټ ساتلو په شرط یې له ډلې یو تن د خپلې مقررۍ په اړه داسې وویل:
((زه له ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی یم. درې کاله مې دنده نه درلوده، هر ځل مې چې سي وي او اسناد اداراتو ته لېږل، بېرته به یې هېڅ معلومات راته نه کېده. تېر ځل مې د دولتي استادۍ لپاره ازموینه هم ورکړه، خو د دندې په ترلاسه کولو ونه توانېدم. اړ شوم چې له دې بلې لارې کار واخلم. هماغه ؤ چې زر ډالر مې یو تن کمېشنکار ته ومنل. نه پوهېږم چې څومره به یې ترې خپله اخېستي وي او څومره به یې بل چاته ورکړې وي، خو ځینې سوالونه یې راسره شریک کړل او د ازموینې تر ورکړې وروسته یې په نښه کړم. هماغه ؤ چې کامیاب شوم. چې داسې ونه کړو، نه کېږي. زما ډېری ټولګیوال چې له ما هم تکړه وو، هماغسې وزګار پاتي. مجبور دي چې یو ورځ نه یو ورځ زما په څېر د پیسو په ورکړې سره ځانته دنده پیدا کړي، کنه همداسې به وزګار پاتې وي.))
د دغو ښوونکو له ډلې بل تن چې موږ سره خبرو کولو ته نه چمتو کېده، د غږ او هویت پټ ساتلو په ژمنې مو اړ کړ چې د خپلې مقررۍ کیسه وکړي.
د ده په خبره مشر ورور یې د نوموړي په مقررۍ کې ۱۲ سوه ډالر ورکړي دي.
دغه کس وړاندې زیاتوي:
((زه ذهنا د ازموینې ورکړې لپاره اماده نه وم. له همدې امله مې زړه نه کېده، چې ازموینه ورکړم، خو مشر ورور مې راته ویل چې فقد د ازموینې په پروسه کې ګډون وکړه، ما یو چا سره د ۱۲ سوه ډالرو په ورکړې سره ستا د مقررۍ خبره کړې ده. زړه نا زړه مې ازموینه کې ګډون وکړ. هماغه ؤ چې د پیسو په بدل کې مې نوم د کامیابو کسانو په لېست کې راغی.))
د دغه فساد له امله ښوونځیو کې زده کوونکي هم له ستونزو سره مخ دي.
لغمان کې د روښان لېسې یو تن زده کوونکي فرهاد الله په دې اړه له ګهیځ سره خبرو کې وویل:
((دغه استادان چې د پیسو په بدل کې مقرر شوي وي، ښوونځیو کې ورسره شاګردان له غټو ستونزو سره مخ وي. درس زده کول خو ترې بیخي ناممکنه ده. که کومه پوښتنه ترې وکړو، یا مو وهي، یا مو رټي او یا هم ازموینه کې قصد راسره کوي. نشو کولی چې غږ پورته کړو.))
پر پیسو د مقررۍ سربېره ځینې ښوونکي د زورواکو او لوړ پوړو چارواکو په واسطې هم مقرر شوي دي.
د ګهیځ د موندنو له مخې پر پیسو او واسطو مقرر شوي ډېری استادان خلاف د رشتي دي، چې نه شي کولی اخېستل شوې زمره په ښه ډول تدریس کړي او شاګردان وپوهوي.
د مشه خېلو د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی یاسین له همدې کړاوه سر ټکوي. دی وايي:
((ﺯه له دولسم ټولګي څخه سږ کال فارغېږم، خو کیمیا، الجبر او فزیک چې د کانکور ازموینې ورکړې لپاره اساسي مضامین دي، هېڅ راته سم زده نه دي؛ ځکه په لومړیو کې خو مو د دغو مضمونونو استادان نه درلودل او کله چې استادان راغلل، نو د کیمیا مضمون لپاره له ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ و او د الجبر مضمون لپاره داسې یو استاد راغی، چې تدریس کې بې اندازې ضعیف ؤ. په راتګ سره به یې موږ ته شاه او تختې ته مخه کړه. شاګرد محوري تدریس یې نشو کولی. همداسې به یې ټول ساعت تختې سره پر خبرو تېر کړ. ایسته به ساعت خلاص شو. د ترقي تعلیم تر لاسلیک وروسته به له ټولګي څخه ووت، نو تاسې ووایئ څرنګه به موږ په کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شو؟))
پر پیسو او واسطو د ښوونکو مقررۍ په اړه مو د لغمان ولایت مشه خېلو او ګل پاچا الفت نجونو لېسې ترڅنګ یو شمېر نورو لېسو ته سفرونه وکړل، څو معلومه کړو چې دغو سیمو کې نوي مقرر شوي استادان د وړتیا که د واسطې او پیسې په زور راغلي دي. د دغې مسألې د حل لپاره مو له مدیرانو او شاګردانو سره د ناستې غوښتنه وکړه، خو هلته شته مدیران پرته له دې چې موږ ته د دغې څېړنې اجازه راکړي وویل:
((ښوونځيو او لېسو ته د مقرر شويو کسانو په اړه معلومات له پوهنې ریاست څخه واخلئ. مقرر شوي استادان په رسمي چوکاټ کې شامل شوي دي. دا هېڅکله بېرته نه شي لرې کېدلی. تاسو که د مقررۍ برخه کې د فساد په اړه کومه اندېښنه لرئ او څېړنه کول غواړئ، د مهربانۍ له مخې یې زموږ لوړ پوړو مسؤولینو سره شریکه کړئ. دلته د دغې چارې ترسره کولو لپاره موږ اجازه نه لرو.))
کله مو چې دغه مسایل د لغمان پوهنې ریاست سره شریک کړل، هغوی دغه خبرې یوازې د ادعا تر حده وبللې.
د لغمان د پوهنې ریاست ویاند محب الرحمن مالیار له ګهیځ سره په خبرو کې وویل:
((د استادانو د مقررۍ پروسه اوس اصلاحات اداري ته انتقال شوې ده. د لغمان پوهنې ریاست له لوري اوس په دغه مورد کې د فساد مسایل بېخي صفر درجې ته ټيټ شوی دی؛ ځکه اصلاحات اداري بستونه اعلان ته ورکوي. بیا شارټ لېست، ازموینه او نورې ټولې چارې د هماغوی له لوري ترسره کیږي. آن تر نتایجو تر اعلان پورې. موږ ته فقد د اصلاحات اداري له خوا یو مکتوب استول کېږي چې پلانکی د پلانکي زوی یا لور پلانکي کوډ بست کې د دغې رشتې استاد مقرر شو. نو دغه مورد کې د فساد مسایل اوس تر ډېره بریده کنټرول دي.))
د لغمان ولایتي اداره هم دغه چاره کې د فساد د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو یادونه کوي.
لغمان ولایت کې د والي ویاند اسدالله دولتزي له ګهیځ سره په خبرو کې وویل، چې د لغمان ولایت رهبري په ټوله کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي ده. د ده په خبره د استادانو د مقررۍ په برخه کې د فساد مخنیوي او شفافیت رامنځته کولو لپاره یې کوټلي ګامونه اخېستي او لا یې هم په هڅه کې دي.
دولتزی زیاتوي، ټولو هغو اشخاصو سره به جدي قانوني چلند وکړي، چې په دغه مورد کې پرې د فساد کړنې ثابتې شي.
نوموړی وړاندې وايي:
((ولایتي اداره په خپل ټول توان هڅه کوي چې د فساد کچه صفر ته ټیټه کړي، خو بیا هم دغه برخه کې د ولس همکاري اړینه ده. که په دغه برخه کې له چا څخه د پیسو غوښتنه کېږي، نو باید ولایتي اداره په مستقمه توګه جریان کې کړي، څو موږ یې په اړه جدي او کوټلي اقدامات وکړو او هر هغه اشخاص چې په فساد کې ښکېل وي، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړو.))
د ښوونکو په مقررۍ کې د فساد په اړه شته ادعاوې یواځې تر لغمان ولایته نه محدود کېږي، بلکې نږدې په ټول هېواد کې هغه خلک چې د دولتي استادۍ لپاره هلې – ځلې کوي او یا یې تېر کې دغه منډې ترسره کړي دي، په دې باور دي چې د پیسو د ورکړې او یا د واسطې د شتون پرته که هر څومره هم تکړه اوسي، نه شي کولی چې د استادۍ دنده ترلاسه کړي، هغه اندېښنه چې مسؤول چارواکي یې بې ځایه بولي، خو ولس کې بیا د دغه فساد په اړه شته باورونه پر خپل ځای دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس