معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په قضایي ارګانونو کې د فساد؛ د کونړ یو زیات شمېر خلک خپلې دعوې د کلیو پر مشرانو حل کوي

په قضایي ارګانونو کې د فساد؛ د کونړ یو زیات شمېر خلک خپلې دعوې د کلیو پر مشرانو حل کوي

په قضایي ارګانونو کې د فساد؛ د کونړ یو زیات شمېر خلک خپلې دعوې د کلیو پر مشرانو حل کوي
راپور: ساحل اتل
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښيي چې د یاد ولایت په قضایي ارګانونو کې د شته فساد له امله، یو شمېر خلک خپلې دعوې او لانجې، د حکومتي قضایي ارګانونو پر ځای د دغه ولایت په قومي مشرانو فیصله کوي.
د پوهنتون استاد عابد مومند وایي چې په دولتي محاکمو کې د قضیو ځنډ ددې لامل شوی چې یو زیات شمېر خلک د خپلو دعوو او دنګلو د حل لپاره، د حکومت د محاکمو په ځای قومي مشرانو ته مراجعه وکړي.
نوموړی زیاتوي: “په دولتي محاکمو کې دعوې ډېرې ځنډیږي، واسطې او فسادونه په کې زیات وي، لګښتونه زیات راځي نو دا ټول ددې لامل کېږي چې خلک مجبور شي خپلې قضیې د دولتي محاکمو پر ځای په قومي مشرانو حل کړي.”
د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ یو اوسېدونکی سیدولي چې د خپل کاکا زوی سره یي د ځمکې په سر لانجه رامنځته شوې وه، وایي درې کاله په دولتي محاکمو وګرځید، بې ځایه لوړ لګښتونه یي وکړل خو لانجه یي غوڅه نه شوه او مجبور شو چې د قومي مشرانو په مرسته خپله دعوه حل کړي.
سید ولې همدارنګه وایي چې: “ما په محکمه کې پرې عریضه وکړه، هغوی په حکومت کې، واسطه درلوده، په بېلا بېلو بهانو به یي راته قضیه ځنډوله، بالآ خره مجبور شوم چې خپله عریضه مې له محکمې واخلم او د کلي په مشرانو یي حل کړم.”
د اجمل په نامه بل کس چې د کونړ ولایت په مرکز کې هټۍ وال دی، وایي څه وخت وړاندې یي له خپل ګاونډي سره شخړه رامنځته شوه چې د حل لپاره یي د قومي مشرانو منځګړیتوب غوره وباله.
دی وایي: “په قضایي ارګانونو کې مسؤولین دې ته په طمعه وي چې څنګه د یوه مراجعه کوونکي څخه یو څه وشوکوي، نو موږ د مجبورۍ له مخې د قومي مشرانو پر پرېکړو بسنه کوو، ځکه که موضوع مو قضایي ارګانونو ته لاړه شي بیا نو د یوې کوچنۍ مسألې لپاره به د محکمې لسګونه چکرې وهو. ”
نوموړی همداراز وایي چې د قومي مشرانو پرېکړې دوی ته د قضایي ارګانونو په پرتله په ګټه دي.
په ورته مهال کې قومي مشران هم وایي چې خلکو ځکه دوی ته مراجعه ورزیاته کړې ده چې دوی د خلکو قضیې ژر ورحلوي.
د دمکلي قومي مشر فیض محمد یي په اړه وایي: “ددې لپاره چې د دعوه دارانو قضیې ژر حل شي، دوی قومي مشرانو ته مراجعه کوي، قومي مشران له دواړو خواوو واک اخلي او ډېر ژر یي پرېکړه کوي.”
بل قومي مشر حاجي اجمل بیا په قضایي ارګانونو کې ستونزې عمده لامل بولي چې له امله یي ولسي وګړي په قومي مشرانو پرېکړې کوي. نوموړی همدا راز وایي: “په حکومتي قضایي ارګانونو کې ستونزې شته، په وخت قضایاوو ته نه رسېږي، وخت نا وخت ترې په بېلا بېلو نومونو د پیسو غوښتنه کېږي نو له همدې امله خلک مجبور دي چې خپلې دعوې قومي مشرانو ته راوړي او دوی يي په وخت حل او فصل کړي .”
هڅه مو وکړه چې په قضایي ارګانونو کې د فساد او ستونزمن پروسیجر په اړه د کونړ د محاکمو د ریاست نظر راوخلو خو د بیا بیا اړیکو سره سره راته د کونړ عدلیې رئیس محمد صدیق د نظر له راکولو ډډه وکړه او ویي ویل چې د سترې محکمې له لورې دوی ته ویل شوي چې له رسنیو سره خبرې ونکړي.
د کونړ د عدلیې رئیس په وینا دوی په ستره محکمه کې د هر ولایت دوه استازي لري چې مسؤولیت یې د همدې ولایت له همدې امله مو د محاکمو په اړه له رسنیو سره خبرې کول دي.
هڅه مو وکړه په ستره محکمه کې د کونړ له دې نماینده چې د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو رئیس هم دی خبرې وکړو خو د بار بار اړیکو سره سره هم نوموړي هم راسره له خبرو کولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د کونړ د والي ویاند غني مصمم که څه هم په قضایي ارګانونو کې فساد په قطعي توګه نه ردوي خو وایي چې په کونړ کې قومي جوړښتونو، جرګو او مرکو ته درناوی اصلي لامل دی چې خلک د قضایاوو د حل په موخه قومي مشرانو ته مراجعه وکړي: “په کونړ ولایت کې قومي جوړښتونه ډېر زیات دي، قومي تړونونه شتون لري او زیاتره موضوعات په سیمه ییزه کچه باندې د قومي جوړښتونو په اساس فیصله کوي، بله خبره د فساد ده له نېکمرغه په دې برخه کې زیات کار شوی، امنیتي ارګانونه او د فساد سره د مبارزې ارګانونه په دې برخه کې کار کوي او اوس عدلیي او قضایي ارګانونه پیاوړي شوي دي.”
اداري فساد د افغان دولت یو له مهمو لویو ستونزو دی، چې ډېر ځله چارواکو ویلي، دا ستونزه د نظام په ګڼو ادارو کې شته.
د ژنیوا کنفرانس کې، چې کابو درې میاشتې وړاندې له افغانستان سره د مرستو لپاره جوړ شوی ؤ، نړیوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د دیارلس میلیارد ډالرو مشروطه ژمنه وکړه، چې افغانستان کې به یې مقابل کې له اداري فساد سره خپله مبارزه ټینګوي.
وړاندې افغان چارواکو ویلي وو، د ژنیوا په کنفرانس کې د ترسره شویو ژمنو پر بنسټ، باید تر راتلونکو درېیو کلونو پورې په محکمو کې له اداري فساد سره د مبارزې فیصله کیدونکي تر پنځوس سلنې لوړې شي. افغان چارواکي داسې مهال دا ژمنه کوي چې خپله قضایي ارګانونه هم په فساد تورن دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس