معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان د سختو جګړو سره د مخ شویو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

پاکستان د سختو جګړو سره د مخ شویو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان د هغو شپږو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې سږ کال له سختو شخړو سره مخامخ دي.

د IMF مسؤولینو په خبره د شخړو او سختو اقتصادي پالیسیو له امله د دې هېوادونو اقتصادي وضعیت اغېزمن کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د IMF د پور ورکولو پروګرام کې شامل دی.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق په راپور کې د پاکستان اقتصادي وضعیت په هکله ځینې وړاندوینې هم شوي او د دې تر څنګ دغه هېواد د عراق، سوریې، صومالیې، سوډان او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی چې د IMF په وینا له سختو شخړو سره لاس او ګرېوان دي.

دې وروستیو کې پاکستان له سختو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس