معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د ښځينه سوداګرو شمېر ډېر شوی

هېواد کې د ښځينه سوداګرو شمېر ډېر شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي مشرې فریبا نوري ويلي، چې هېواد کې اوس د ښځينه سوداګرو شمېر تر پخوا ډېر شوی دی.

نوموړې ویلي، هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته په سروې کې جوته شوې چې په مختلفو سیمو کې څه باندې ۸ زره ښځو په رسمي ډول له سوداګرۍ، اقتصاد، عدلیې وزارت او ښاروالیو جوازونه ترلاسه کړي او ۱۳۶ زره نورې ښځې په نارسمي توګه له دوی سره ثبت دي، چې تر ډېره د مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې کار کوي.

د نوري په وینا، اوس شپږو برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته، چې کولی شي خپل فعالیتونه په کې ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس