معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

هېواد کې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي.

ګهیځ نیوز سره یو شمېر اغېزمن شویو افغانانو له مسؤولینو د بېړنیو مرستو د رسولو ژمنه کړې.

بل لور طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله نږدې ۹۶زره هکټاره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره هم په روانه اونۍ کې د هېواد په ځینې ولایتونو کې له تالندې او توپان سره مل د بارانونو د اورښت او سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.

بل لور ته د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ډېری زیانمنو شویو کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې لېږدولي او دا لړۍ به لا هم روانه وساتي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس