معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد ته د ۲۱ ټنه بې کیفیته اوبلنو ګازو د واردېدو مخنیوی وشو

هېواد ته د ۲۱ ټنه بې کیفیته اوبلنو ګازو د واردېدو مخنیوی وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې هېواد ته د څه باندې ۲۱ ټنه بې کېفیته اوبلن ګازو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حېرتان بندر له لارې يې د ۲۱ ټنه او ۲۰۰ کیلو ګرامه مجموعي وزن په درلودلو سره یو ټانکره بې کېفیته اوبلن ګاز، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته اړوند هېواد ته مسترد کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته نفتي توکو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس