معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / هند کې د جومات نړولو د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولي

هند کې د جومات نړولو د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په پلازمېنه کې د ډیلي پراختیایي ادارې له لوري د اخون‌ جي په نوم د جومات ودانۍ نړول شوې ده.

د خبر پر بنست دغې چارې په دغه ښار کې د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولي.

ځایی خلک وایي، دوی ته د دغې ودانۍ د نړولو په تړاو هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوي. نړیوالو رسنیو د ځایي اوسېدونکو له خولې لیکلي، چې دغه ځمکه دولتي نه ده او په خبره یې دوی د دغې ودانۍ قانوني اسناد لري.

په ورته مهال الجزیرې ټلوېزیون داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښیي د دغې ځمکې د ملکیت په اړه پرېکړه د محکمې له لوري ځنډول شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په دغه ودانۍ کې د جومات ترڅنګ د بې‌سرپرسته ماشومانو ساتنه هم کېدله.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس