معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند د لږکیو د غصب شویو ځمکو راګرځولو په اړه د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده

هند د لږکیو د غصب شویو ځمکو راګرځولو په اړه د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۶مه نېټه):
د هند حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان دا پرېکړه ستایلې چې په هېواد کې به د هندو او سیک اقلیت غصب شوې ځمکې بېرته راګرځوي او ا اقدام یې یو “مثبت بدلون” بللی دی.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند “راندیر جیسوال” دوه ورځې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې “موږ په دې تړاو رپوټونه کتلي دي، که د افغان حکومت دا پرېکړه کړې وي نو دا یو مثبت بدلون ګڼو.”
دا پداسې حال کې ده چې په کابل کې د افغان حکومت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون څه موده مخکې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې خپلو تخنیکي ټیمونو ته امر کړی چې د هندو او سیک اقلیتونو غضب شوې او هغه ځمکې تشخیص او په نښه کړي، چې د جعلي وکالت خطونو په وسیله یې د غصبېدو امکان موجود وي.
دا پداسې حال کې ده چې هند په ۲۰۲۲ کال په کابل کې د سیکانو پر یوه درمسال د داعش ډلې تر برید وروسته هند اعلان کړی و چې د افغانستان سلګونو سیکانو ته “بېړنۍ” ویزې ورکوي.
په افغانستان کې یو شمېر هندوان او سیکان له پېړیو پېړیو ژوند کوي او دلته پلرنۍ ځمکې او جایدادونه لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس