معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې د پرونۍ نښتې په اړه څېړنې پيل شوي

نیمروز کې د پرونۍ نښتې په اړه څېړنې پيل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې نیمروز ولایت کې د سرپرست افغان حکومت او ایراني ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کنګ په سرحدي ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو_یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې ده.
ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې په نښته کې د ایران دوه سرحدي سرتېري او د سرپرست حکومت یو سرتیری وژل شوي دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
هېره دې نۀ وي چې تر دې وړاندې د حقابې او تاسیساتو جوړولو پر سر د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس