معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو له زده کوونکو ازموینه واخیستل شوه

ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو له زده کوونکو ازموینه واخیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

ګهیځ نیوز ته د پوهنې ریاست له لوري په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ریاست د اساسي او ثانوي زده کړو عمومي مدیریت لخوا د ننګرهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په تالار کې  د ۷ سوه تنه زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې په پیل غونډه کې چې د پوهنې ریاست اړوند یو شمېر استازو برخه لرله، د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال په کې د ازموینې ګډونوالو ته د بشپړې روڼتیا او شفافیت ډاډ ورکړ.

د مسؤولینو په وینا یاده ازموینه کې ټول ټال ۷ سوه تنو زده کوونکو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۳ سوه تنه د یوولسم، ۲۱۰ تنه د لسم٬ ۱۳۰ تنه د نهم٬ ۳۵ تنه د اتم او  ۲۵ تنه د اووم ټولګیو لپاره ځانونه ثبت کړي وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس