معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، پر ښځو د زده کړو او کار د بندیز دوام به بشري فعالیتونه زیانمن کړي

ملګري ملتونه وایي، پر ښځو د زده کړو او کار د بندیز دوام به بشري فعالیتونه زیانمن کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یوه غونډه د سویس په جنیوا کې جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ځينو هېوادونو استازو، په افغانستان کې له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو پر منع کېدو نیوکه کړې.
یاده غونډه کې د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې هلا مزیاد التویجري کابل کې له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د ښځو په اړه خپلې شوې پرېکړې لغوه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د بشري حقونو شورا غونډې ته په خپل راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونو، اقتصاد او د بشري مرستو د رسولو بهیر اغېزمن کړی، خو د افغانستان د سرپرست حکومت مرستيال وياند ویلي، چې د ښځو حقونه د شریعت د اصولو په رڼا کې تامينيږي.
د یو شمېر سرچینو د اطلاعاتو له مخې سرپرست افغان حکومت ښایي چې د راتلونکي درسي کال له پیله پر مېرمنو او ښځو یاد بندیزونه تر ډېره بریده راکم کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس