معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مرکزي بغلان ولسوالۍ کې سېلاب ځپلو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

مرکزي بغلان ولسوالۍ کې سېلاب ځپلو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره یې د نغدي مرستو لړۍ عملا پیل کړه.

د خبر پر بنسټ د نغدي مرستو دا لړۍ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست وزیر په شتون کې پیل شوه، چې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هر شهید پر سر د یو لک افغانیو مرستې وېشل شوې دي.

په خبرپاڼه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست له قوله ویل شوي، چې دغه مرستې اوسمهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند ۵۵ کورنیو ته د سرپرست حکومت له بودیجې ورکړل شوې او د ټولو شهیدانو کورنیو ته به ووېشل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس