معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګرو ملتونو له افغان حکومته د دوحې په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له افغان حکومته د دوحې په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغان حکومت وروستیو ډيپلوماټیکو کړنو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ، فریدون سینیرلي اوغلو په دې کتنه کې ویلي، چې د دوحې ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی،  څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګ وشي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې دې افغان حکومت په لوړه کچه پلاوی ګډون وکړي.

بل لور د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت بولي، خو زیاتوي چې دوی به د غونډې د جوړښت، اېجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته دغه غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

فریدون سینیرلي اوغلو څه موده وړاندې د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه کړې، چې په کابل کې د نورو هېوادونو د ډ يپلوماټیک حضور زیاتوالي، د افغانستان مرکزي بانک د بندیزونو لرې کولو او له افغانستان سره په تخنیکي او پراختیایي برخو کې د مرستو د پیل غوښتنه په کې شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس