معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / لغمان کې د هېلت نېټ مؤسسې پورې تړلي ۵۹ روغتیايي مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالي پرسونل شتون لري

لغمان کې د هېلت نېټ مؤسسې پورې تړلي ۵۹ روغتیايي مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالي پرسونل شتون لري

لغمان کې د هېلت نېټ مؤسسې پورې تړلي ۵۹ روغتیايي مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالي پرسونل شتون لري
راپور: نجیب الله ثاقب
هېلت نېټ مؤسسه چې د طبي برخې ټول تجهیزات، طبي سامان الات، درمل، د پرسونل معاشات او د پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کوي، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د عامې روغتیا وزارت سره د یوه قرار داد له مخې د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند روغتیایي مرکزونو ملاتړ او حمایت په غاړه واخېست، چې دغه قرارداد د ۲۰۲۱ کال د جون تر میاشتې پورې وو.
د یاد قرارداد له مخې په لغمان ولایت کې ټول دولتي روغتیایي مرکزونه د هېلت نېټ په نامه دغې بهرنۍ مؤسسې له خوا حمایه کېده او د روغتیایي پرسونل څخه نیولې، تر خدماتې برخې پورې ټولې کړنې د یادې مؤسسې لخوا تر کنټرول لاندې وې.
د لغمان عامې روغتیا ریاست او هېلت نېټ مؤسسې د قرارداد له مخې په لغمان کې ۵۸ روغتیایي مرکزونه چې ټول ۵۱۵ تنه پرسونل لري او په مرکز مهترلام کې یو ولایتي روغتون چې ټول ۱۷۰ تنه پرسونل لري، د یادې مؤسسې له خوا یې ملاتړ کېږي.
هېلت نېټ مؤسسه د یاد ولایت ټولو روغتیايي مرکزونو ته په شپږو کټه ګوریو کې کار کوي، چې په کې ټولې روغتیایي پوستې، DH، CHC، BHC، PHC او مهترلام ولایتي روغتون شامل دی.
په لغمان ولایت کې د ګهیځ موندنې ښکاروي چې د دې مؤسسې اړوند ۵۹ روغتیایي مرکزونو کې ۲۰۹ تنه خیالي پرسونل شته، چې معاشونه او امتیازات یې حېف – مېل کېږي .
په لغمان ولایت کې د هېلت نېټ د مؤسسې ولایتي مشر ښاغلي همایون زهیر ګهیځ ته وویل، چې د دوی او عامې روغتیا ریاست ترمنځ په شته قرارداد کې د ټول روغتیایي پرسونل شمېر له مهترلام څخه پرته شاوخوا ۵ سوه تنه دی او د مهترلام په ولایتي روغتون کې ۱۷۰ تنه پرسونل کار کوي چې په دې ډول ټول د قرارداد شامل مرکزونو د طبي پرسونل شمېر ۶۷۰ تنه کېږي .
همدارنګه د هېلت نېټ مؤسسې د بشري سرچینو د څانګې مسؤول عزیز اشنا له ګهیځ سره په خبرو کې د مهترلام له ولایتي روغتون څخه پرته، په قرارداد کې د شاملو روغتیایي مرکزونو د طبي پرسونل شمېر ۵۱۵ تنه وښود. د ده په خبره د ټولو ۵۸ روغتیایي مرکزونو د پرسونل شمېر ۵۱۵ تنه کېږي چې په پورته شمېر مراکزو کې یواځې مهترلام کې د لغمان ولایتي روغتون شامل نه دی، په داسې حال کې چې د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال بیا دغه شمېر کم ښيي.
ډاکترمحمد آصف ساپي له ګهیځ سره په مرکه کې وویل چې د هېلت نېټ مؤسسې لخوا په لغمان کې ټول ۵۶ روغتیایي مرکزونه حمایه کېږي چې د مهترلام ولایتي روغتون هم په کې شامل دی او په ټولیزه توګه په دغه ۵۶ روغتیایي مرکزونو کې ۱۷۶ تنه پرسونل کار کوي.
ډاکټر ساپی وایي:
((موږ دوه ډوله پکېجونه لرو. روغتون او روغتیایي مرکزونه، چې روغتیایي مرکزونه بیا هم په مختلفو کټه ګوریو وېشل شوي دي. هرې کټه ګورۍ ته په کتو یې بیا پرسونل هم توپیر لري. په هره روغتیایي پوسته کې دوه تنه رضاکاران(یو نارینه او یو ښځینه) کار کوي، په هر فرعي روغتیایي مرکز کې ۳ تنه او په هر اساسي روغتیایي مرکز یا BHC کې ۹تنه، هر جامع روغتیایي مرکز یا CHC کې ۱۹ تنه او د مهترلام ولایتي روغتون کې ۱۷۶ تنه کار کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د هېلت نېټ مؤسسې رئیس ډاکتر همایون زهیر او د هېلت نېټ د بشري سرچینو مسؤول عزیز اشنا، په لغمان کې د ټولو روغتیایي مرکزونو د پرسونل په اړه بل ډول ارقام وړاندې کوي. د نوموړي له خوا وړاندې شوي ارقام د لغمان د عامې روغتیا ریاست له خوا د وړاندې شویو ارقامو سره سر نه خوري. د لغمان عامې روغتیا ریاست مرستیال د ټول ولایت د طبي پرسونل شمېر کم ښودلی دی.
کله چې د دواړو لوریو خبرې سره انډول کړو، نو ښکاري چې د عامې روغتیا ریاست مرستیال، د مهترلام ولایتي روغتون په شمول درې روغتیایي مرکزونه کم ښودلي دي.
په دې ترتیب ۱۷۶ تنه د مهترلام ولایتي روغتون کارکوونکي او ۱۸ تنه نور کارمندان د عامې روغتیا د مرستیال لخوا د دوه نورو کم ښودل شویو اساسي روغتیایي مرکزونو او ۱۵ تنه نور هغه کارمندان چې معاون په خپلو خبرو کې ټول تعداد د پرسونل ۵ سوه تنه او عزیز اشنا ۵۱۵ تنه ښودلی دی، توپیر لري؛ دا ټول ۲۰۹ تنه کېږي او د دواړو دفترونو په ارقامو کې ۲۰۹ تنه توپیر شتون لري. د یاد ۲۰۹ تنه خیالي پرسونل معاشات له هېلت نېټ څخه ویستل کېږي .
بل لور ته د سیمې د خلکو ارقام د صحت عامې او هېلت نېټ دفترونو لخوا د وړاندې شویو دواړو ارقامو څخه دا شمېره کمه ښیي او هم خلک د سیمه ییزو روغتیایي مرکزونو له خوا د وړاندې کېدونکو خدمتونو څخه هم خوښ نه دي.
د لغمان مرکز شېرګړ کلي اوسېدونکی سید ابرار سادات وایي:
((ورور مې پر لور باندې ګوته پرې کړې وه. کوم دوه ساعته په تمه وو، چې ډاکټر د مریضانو له معاینې خلاص شي او زما د ورور ګوته پانسمان کړي. تر ډېر وخت انتظار او تکلیف وروسته مې د ورور ګوته پانسمان کړه. دوی ولې نرس یا کوم جراح نه راولي؟ تر کومه به ورته ګورو؟))
د مرکز ډیوې یو تن اوسېدونکی حامد ابراهیمي هم د ډیوې سیمه ییز اساسي روغتون له خدماتو ګیله من دی.
حامد وایي:
((تېره ورځ مریض وم. کلینیک ته لاړم.ډاکټر به هم معاینه کوله او هم به یې پانسمان کاوه. تر یوه ساعت وروسته به یې معاینه خانه پرېښوده او له دواخانې به یې مریضانو ته دوا ورکوله. اخر کې ډېر خلک بې دوا پاتې شول او ناهیلي خپلو کورونو ته لاړل.))
د یاد سیمه ییز اساسي روغتیایي مرکز معاون د صحت عامې ټول ۹ تنه پرسونل ښودلی وو. دوه واکسیناتوران، یو قابله، یو ډاکټر، دوه ګاردان، یو نرس او دوه د ټولنې د تغذیې مشاورین یې د یو اساسي روغتیایي مرکز تشکیل ښودلی وو.
ډاکټر همایون د پرسونل د کمبود ستونزه مني خو وایي، تر اوسه عاجل ناروغ ته په درملنه کې خنډ او ځنډ نه دی رامنځته شوی.
ډاکټر همایون وایي:
((منو چې د پرسونل د کمبود مشکل شته، خو هغه ناروغان چې عاجلې تداوۍ ته ضرورت لري، د دوی کار له نورو مریضانو مخکې کوو.))
ډېره هڅه مو وکړه چې د خپلې دغې څېړنې پایلې د هېلت نېټ مؤسسې له مسؤولینو مخته کېږدو او په اړه یې د هغوی غبرګون واخلو. تر اوږدو خبرو وروسته د دغې مؤسسې د بشري منابعو مسؤول عزیز اشنا د خیالي پرسونل شتون په اړه ناخبري وښوده. نوموړي پرته له دې چې د شوې څېړنې پایلې ومني، پر خپلو پخوانیو خبرو ټینګار درلود. د ده په خبره د دوی مؤسسه په خپلو چارو کې شفافه او شفافیت لپاره ژمنه ده.
د روغتیا په برخه کې د هېلت نېټ مؤسسې له لوري د خیالي طبي پرسونل شتون مسألې په اړه دغه څېړنه په داسې مهال کېږي، چې تقریبا ټول هېواد کې پر روغتیايي چارو نیوکې او بې باورۍ ډېرې دي، چې له همدې امله ډېری کسان خپل ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لېږدوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس