معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / فراه کې ۲۰ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

فراه کې ۲۰ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه له ابونصر فراهي بندر څخه ۲۰ ټانکره وارد شوي بې کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د نورم او سټندرډ ملي ادارې آمر ویلي، چې د دغې ادارې له خوا ۲۰ ټانکره تېل چې له ایرانه وارد شوي وو، بېرته مسترد شول.

د نوموړي په خبره دغه تېل د ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته منتقل شوي دي.

د نورم او ستندرد ملي ادارې ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بې کېفيته توکي هېواد ته وارد کړي.

تر دې وړاندې هم یادې ادارې د بې کېفيته تېلو د مسترد کولو خبرونه ورکړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس