معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو او فابريکو لپاره د ځمکو وېش پيلیږي

فراه کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو او فابريکو لپاره د ځمکو وېش پيلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت والي د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس، ښاروال، د صنعت او سوداګرۍ له رییس او د ښار جوړونې او اراضۍ له رییس سره لیدنه کې د دې ولايت په شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ملي سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو، فابريکو، نمرو، ذخيرو، ولسي وګړو ته د ښه چوپړ او هڅونې په موخه د ځمکو د وېش لړۍ د پیلېدو خبر ورکړ.

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ، چې د شیخ ابونصر فراهي په بندر کې د کرني رياست اړوند ځمکې په ښاروالۍ رياست پورې اړوندې کړي او ملي سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو ته يې په منظمه توګه وويشي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس