معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سټنډرډ ملي ادارې ایران ته ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل ورګرځولي

سټنډرډ ملي ادارې ایران ته ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل ورګرځولي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی، چې تازه یې ایران هېواد ته ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ور ګرځولي دي.

د خبر پر بنسټ، یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۲۳ ټانکره بې کېفیته ډیزل او پټرول چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره په معیار برابر نه وو، بېرته یې ایران ته مسترد کړي دي.

په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. 

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس