معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سور سمندرګي کې حوثي ځواکونو امریکايي او برېټانوي بېړۍ په نښه کړي

سور سمندرګي کې حوثي ځواکونو امریکايي او برېټانوي بېړۍ په نښه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حوثیانو ویاند يحيی سريع په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې ځواکونو یې سور سمندرګي کې یوه امریکايي او بله برېټانوي بېړۍ په نښه کړې دي.

د خبر پر بنسټ، نوموړي ویلي چې د دوی بریدونه به دوام وکړي.

الجزیرې ټلوېزیون هم د یمن امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې حوثيانو دوه امريکايي او برېټانوي بېړۍ په نښه کړي، چې په لړکې یې برېټانوي کښتۍ لګېدلې ده.

همداراز د برېټانيا سمندري ځواکونو ادارې هم ويلي، چې يمن سور سمندرګي کې د الحديدة ښار غرب لوري ته يې د يوې بېړۍ په نښه کېدو خبر ترلاسه کړی دی.

پر غزې د اسراییلي وحشت د دوام په غبرګون کې د يمن حوثيانو په سور سمندرګي کې اسرایيلو او ټولو هغو هېوادونو بېړۍ په نښه کړې، چې د اسرایيلي رژيم ملاتړ يې کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس