معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت له ۲۲ کورنیو موسسو سره ۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

سوداګرۍ وزارت له ۲۲ کورنیو موسسو سره ۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د ډېرو کوچنیو، کوچنيو او منځنۍ کچې تشبثاتو د ودې او پراختیا په موخه له ۲۲ کورنیو موسسو سره د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

سرپرست وزیر د یادو تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي، چې سرپرست حکومت به له دې پروژو څخه جدي نظارت وکړي، څو دغه پروژې د اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره پلې شي.

د یاد وزارت په وینا دغه پروژې به په ۱۴ ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې پلې شي او څه باندې ۶ زره کسان په مستقیمه توګه ترې برخمن شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس