معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سعودي په کابل کې د خپل سفارت قونسلي خدمتونه پیل کړل

سعودي په کابل کې د خپل سفارت قونسلي خدمتونه پیل کړل

سعودي عرب په د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د خپل سفارت د قونسلګرۍ اړوند خدمتونو څانګه بېرته پرانيستې ده.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر لیکل شوي چې دې څانګې پرون سې شنبه افغانانو ته د بشپړو قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په کار پیل کړی.

پر افغانستان د اسلامي امارت له ولکې وروسته سعودي عرب هم د نورو هېوادو په څېر خپل ټول ډیپلوماټان له افغانستان څخه ایستلي وو.

دا مهال په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي.

د اسلامي امارت مشرانو تېره میاشت یو ځل بیا پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته پرانېزي.

یاده دې وي چې په اړوندو رسنیو کې په پلازمېنه کابل کې د المان او هندوستان د سفارتونو د پرانستو خبرونه خپاره شوي خو لا تر اوسه یې کره معلومات نشته.

بل لور ته سعودي عرب د افغانستان موضوع د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په لړ کې وړمه ورځ د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ وکړ چې په افغانستان کې د روان وضعیت د ارزولو لپاره بېړنۍ او ځانګړې غونډه را وبولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس