معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سراج الدین حقاني له ترکي پلاوي سره لیدلي

سراج الدین حقاني له ترکي پلاوي سره لیدلي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل دفتر کې له ترکیې راغلي پلاوي سره لیده کاته کړي.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې شوي.
د یاد وزارت پر ټویټر لیکل شوي چې، ترکي پلاوي ور سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې او همدا شان د شته ستونزو د له منځه وړو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.
ترکي پلاوي دا هم ویلي چې، دوی هڅه کوي څو افغانستان له اقتصادي اړخه پر خپل ځان بسیا شي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس