معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / زمونږ دوه ګاونډیان او په سیمه او نړۍ کې کړکیچن وضعیت!

زمونږ دوه ګاونډیان او په سیمه او نړۍ کې کړکیچن وضعیت!

د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي پرون دوشنبه د اپریل په دوه ویشتمه، په یوه درې ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکیو په وینا دا په نوموړي هېواد کې تر ټولټاکنو وروسته، اسلام آباد ته د کوم ولسمشر لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر ګڼي.

د رسنیزو رپوټونو له مخې ښاغلي رییسي په اسلام آباد کې د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره د پاکستان لومړي وزیر په دفتر کې وکتل او ټاکل شوې ده هلته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر آصف علي زرداري، د پارلمان له رییس، د سنا مجلس له رییس او دغه راز، د لاهور او کراچۍ ښارونو ته به هم ولاړ او هلته به د پاکستان د پنجاب او سیند ایالتونو له اعلی وزیرانو سره غونډې ولري.

د رسنیزو راپورونو له مخې د ایران ولسمشر اسلام آباد ته د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې پر ګڼو سیاسي او ډیپلوماتیکو خبرو اترو سربېره د پاکستان له لومړي وزیر شهبار شریف سره د دواړو هېوادو پر سوداګریزو اړیکو هم خبرې اترې کړې دي او دواړو هېوادو پرېکړه کړې چې د خپلې دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه به تر لس اربه ډالره پورې لوړوي.

د ایران او پاکستان تر مینځ ډیپلوماتیکه او سوداګریزه راکړه ورکړه او له اسلام آباد څخه د ایراني ولسمشر رییسي لیدنه، پداسې حال کې ترسره کېږي چې نه یوازې په دغه دواړو هېوادو چې په ټوله سیمه او نړۍ کې سیاسي او پوځي حالات سخت ترینګلي دي او پر مظلومو فلسطینیانو د یرغلګرو اسراییلو له پرله پسې بریدونو سره په سیمه او نړۍ کې ترینګلتیا او کړکیچ نورهم زیات شوی دی.

همدارنګه لکه چې ښکاري د تاوتریخوالي دغه څپه چې په نیول شوي فلسطین کې د یهودي غاصبینو په وړاندې د فلسطیني ولس له وروستي پاڅون سره پیل شوې، ساحه یې ورځ تر بلې پراخېږي چې د پراخېدو ښه بېلګه یې څه موده مخکې په دمشق کې د ایران پر یوه ډیپلومناتیک مرکز د اسراییلو هوایي برید، هلته د څو ایراني پوځي لوړ رتبه افسرانو او ډیپلوماتانو وژل کېدل او تر هغې وروسته بیا د یوه او بل پر خاوره د ایران او اسراییلو توغندویي بریدونه ګڼلای شو.

پردې سربېره په خپل مینځ کې د دغه دواړو ګاونډیانو(ایران او پاکستان) اړیکې هم کله ناکله ترینګلې کېږي، د پاکستان د بلوجستان ایالت په “کوه سبز” سیمه باندې د تېر لمریز کال د جدې یا مرغومي میاشتې په ۲۶مه د ایران هوایي او ځمکنی برید او بیا تر یوې ورځې ځنډ وروسته د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په یوه سیمه باندې د پاکستان توغندوییز ځوابي برید چې دواړو هېوادو د یو بل په خاوره کې د خپلو وسله والو مخالفینو د مرکزونو د په نښه کولو ادعا وکړه، د دې ډول ترینګلتیا یوه ښه بیلګه ګڼلای شو.

همدارنګه د پېښو ځیني څارونکي او شنونکي د ایران او اسراییلو تر وروستنیو نښتو وروسته داسې اټکل هم کوي چې په سیمه کې د ایران خلاف د یوه اتحاد د رامینځ ته کېدو امکان شته ځکه نو ایران په همدې دلیل د سیمې د یو شمېر هېوادونو په تېره بیا له عربي نړۍ څخه د بهر هېوادونو د ملاتړ خپلولو هڅه کوي او اسلام آباد ته د رییسې د درې ورځني سفر یوه موخه هم شاید همدا وي.

اوس که په دقت وګورو او د افغانستان د دوه ګاونډیو هېوادو تر مینځ د اړیکو مد او جذر یوې خواته او په سیمه کې ننني ترینګلي حالات بل اړخ ته و ارزوو، پوښتنه دا پیدا کېږي چې آیا زمونږ دغه دوه ګاونډي هېوادونه به چې په خپل مینځ کې هم اوږده ګډه پوله لري، وکولای شي د دوامداره دوستۍ یوې رښتیني هوکړي ته ورسېږي که نه؟

دې ته په کتو چې زمونږ دغه دواړه ګاونډیان او په تېره هم اسلام آباد نن د خپل ژوند له بې خونده سیاسي، سوداګریز او پوځي حالت څخه تېرېږي، د دې احتمال شته چې د ګډې همکارۍ له لارې دواړه ګاونډي هېوادونه یوې اوږد مهاله هوکړې ته سره ورسېږي خو بل اړخ ته په سیمه او نړۍ کې د امریکا له خوا پر خپلو مخالفینو د فشارونو زیاتېدنې او د دې ډول فشارونو په وړاندې د اسلام آباد د نه ټېنګدنې تاریخي لیدلوری، بیا دا هیله مندي له صفر سره ضربوي او دا اټکل را کموي چې پاکستان به وکولای شي له هغه لومو سره سره چې له هر لورې پکې ګیر دی، وکولای شې د ایراني واکمنو دا توقع او دا آرمان ور پوره کړای شي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس