معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د WFP ادارې ویلي، راتلونکی ژمی یوازې له ۶ میلیونو افغانانو سره مرسته کوی شي

د WFP ادارې ویلي، راتلونکی ژمی یوازې له ۶ میلیونو افغانانو سره مرسته کوی شي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۴ مه نېټه)

 

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلي، افغانستان د ژمي له سختې یخنۍ سره مخ دی، خو د دوی د بودیجې کموالی د دې لامل شوی، چې یوازې له ۶ میلیونه کسانو سره مرسته وکړي.

یاد سازمان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، د بودیجې کمښت په دې معنا ده، چې میلیونونه نور افغانان به د ژوند ژغورونکو خوړو له ترلاسه کولو بې برخې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، ژمی په افغانستان کې د خلکو لپاره د سختو ننګونو فصل دی او د نړیوالو مرستو دوام د میلیونونو خلکو د ژغورنې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د دوی په وینا افغانستان په وروستیو کلونو کې له اقتصادي بحران او طبیعي آفتونو سره مخ دی، چې د نړیوالو مرستو کېدل ورسته حیاتي ارزښت لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس