معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالۍ نړیوال سازمان به افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان به افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM وايي، د دوی ټیمونه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله اغېزمنو شویو کسانو ته د اضطراري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.

د دغې ادارې مسؤولینو ویلي، په فاریاب ولایت کې یې هم ۷۲ کورنیو ته خېمې، بړستنې، د لمریزې برېښنا وسایل، تاوده کالي او نور تجهیزات ورکړي دي.

وروستیو ورځو کې په ګڼو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له امله خلکو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، د فبرورۍ له پای او د مارچ له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله ۲ لکه ۸۰ زره څاروي هم مړه شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس