معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کوچني اختر په مناسبت د افغان حکومت د امیر په پیغام کې اقتصادي پرمختګ باندې ټینګار شوی

د کوچني اختر په مناسبت د افغان حکومت د امیر په پیغام کې اقتصادي پرمختګ باندې ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د امیر له لوري د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې د مبارکۍ ترڅنګ یو لړ موضوعاتو ته اشاره شوې ده.

دغه اختریز پیغام کې راغلي، افغان حکومت هڅه کوي چې بېلابېل عامه المنفعه کارونه تر سره کړي، څو یې په مرسته خلکو ته د نفقې او رزق پیدا کولو زمینه برابره شي.

د اختر په مناسبت دې پیغام کې له خلکو غوښتل شوي، چې ارام کښې نه ني او په انفرادي او اجتماعي ډول د کارونو پر رامنځته کولو سربېره شرکتونه، فابریکو او د کښت کروندو په برخو کې د کار زمینه مساعده کړي.

د حکومت امیر په دغه پیغام کې زیاته کړې، چې له نورو تمه او پر نورو تکیه ونه کړي او له جایزو لارو د روزي پیدا کولو لپاره هڅه او له ناجایزو لارو څخه ډډه وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس