معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ پر چغان تاریخي غونډۍ د ۵ زره نیالګیو کېنولو پروسه کې د یو نیم میلیون افغانیو برخلیک نامعلوم دی:

د کونړ پر چغان تاریخي غونډۍ د ۵ زره نیالګیو کېنولو پروسه کې د یو نیم میلیون افغانیو برخلیک نامعلوم دی:

د کونړ پر چغان تاریخي غونډۍ د ۵ زره نیالګیو کېنولو پروسه کې د یو نیم میلیون افغانیو برخلیک نامعلوم دی:
راپور: سپين غر
د چغان تاريخي غونډۍ د کونړ ولايت مرکز اسعداباد ښار په دوه کيلومترۍ کې پرته ده، چې دې وروستيو کې د کونړ کرنې رياست، ښاروالۍ او ځینو نورو ادارو له خوا پر دغې غونډۍ ۵ زره بېلابېل نیالګي وکرل. اوس د دغو نیالګیو د کېنولو پروسه کې د فساد شتون ادعاوې کیږي.
د مسوولينو په وینا له کونړ څخه د وړل شويو ۵۰ زره بوجۍ بور له درکه یو نیم میلیون افغانۍ هم د دغې غونډۍ د زرغونتیا لپاره ځانګړې شوې وې.
که څه هم د یادې تاريخي غونډۍ زرغونتیا لپاره د ډېری ادارو له خوا کونړ ولايت مقام کې ژمن پاڼه لاسليک شوې وه چې له مخې یې هره اداره مسووله بلل شوې وه، څو د خپل مسووليت په چوکاټ کې د دې غونډۍ د زرغونتیا لپاره هلې – ځلې وکړي، خو د ۵ زره بوټو له کېنولو بيا تر اوسه هغه کېنول شويو بوټو څخه د ګوتو په شمېر شنه بوټي هم نه دي پاتې. څه یې مات، د ځینو یوازې تنې ولاړې او د ځينو لا بیخي یوازې د بوټي ګردچاپېره موړې پاتې او بس.
ځینو سرچینو ګهیځ ته ویلي، چې دغه بوټي له ۵ زرو څخه کم کېنول شوي.
د اسعداباد ښاروالۍ مشورتي بورډ غړی حاجي اجمل يې هم د شمېر په اړه وايي چې له څلور زرو پورته نيالګي کېنول شوي، خو دقيق او کره شمېر په اړه یې ناخبري ښيي.
بل خوا د کونړ کرنې رياست د ترويج مدير روح الله هجران دغه خبره نه مني، چې ګواکې نیالګي دې له ۵ زرو څخه کم کېنول شوې وي. د ده په وینا له پنځو زرو څخه زيات نيالګي هلته کېنول شوي دي.
له سيمې څخه موږ هم خپله کتنه وکړه، خو په دې ونه توانېدو چې د کرل شویو بوټو کره ارقام ترلاسه کړو؛ ځکه ډېری نیالګي مات شوي او يا بیخي له بېخه ویستل شوي دي.
د ګهیځ ترلاسه شوې موندنې ښيي چې د کونړ زراعت رياست د هر بوټي لپاره يو قوتی په ۱۵پنځلس افغانۍ ويستلی، چې په دې حساب ۵ زره نيالګيو لپاره یواځې قوتي په ۷۵ زره افغانۍ وېستل شوي دي، خو د کونړ کرنې رياست بیا دا نه مني چې ګنې دوی دې دغه قوتي په دا قیمت وېستلي وي.
د کونړ په کرنې ریاست کې د ترويج مدير روح الله هجران شينواری یې په اړه وايي:
((د چغان غونډۍ کې ۵ زره بېلابېل نيالګي نهال شوي چې د نهالولو ترڅنګ د درې ځل اوبه کېدو، مزدورانو ته د مزدورۍ، د نيالګيو د انتقال او نورو چارو ترسره کولو ترڅنګ په دانګام کې د قره يي جوړولو چې جمله ۴ لکه او ۳۰ زره افغانۍ کیږي، لګولي دي. دا په ۱۶-۱۲-۱۳۹۹ نېټه بشپړه او د اسعداباد ښاروالۍ ته رسما سپارل شوې. د دې ترڅنګ موږ د بوټو لپاره قوتي په ورځ مزدورۍ وېستلي، نه داسې چې تاسو ته یې په اړه چا ویلي دي.))
د سيمې اوسېدونکي د نیالګیو وچېدو علت د اوبو ورکولو په سیستم کې د اړوندو مسوولینو ناغېړي بولي.
د دوی په وینا کله چې وريځ يا لمر لږ څه ګردجن وي، نیالګیو ته اوبه نه رسېږي. دوی دغه راز نیوکه کوي چې یادو نیالګیو ته اوبه ورکوونکي کسان کم دي.
د دوی په باور بنیادي مسله دا ده چې دا غر دی او ساحه یې کلکه ده، نو دا ډېره سخته ده چې ۵ زره نیالګي دې په دوه يا څلورو تنو اوبه شي. که څه هم د سیمې اوسېدونکي نه مني چې ګنې ياد بوټي دې بزو او نورو حېواناتو خوړلې وي، خو د زراعت رياست د ترويج مدير ښاغلي هجران بيا ګهیځ ته هغه انځورونه وښودل، چې عملا په کې بزې د دغو نیالګیو پر خوړلو بوخت دي.
د کونړ په زراعت رياست کې د ترويج مدير هجران وايي:
((دا چې نيالګي ټول وچ شوي، لامل يې د ښاروالۍ او ورسره د ښکېلو ادارو د همغږۍ نشتون او د چارو پڅوالی دی. د دې ترڅنګ سيمه کې د خلکو د همکارۍ نه شتون دی. خلکو سره له خبرتيا بيا هم خپلو مالونو، بزو او نورو حېواناتو مخه نه ده نيولې، نو له همدې امله دغه بوټي ډېر د دغو دوو علتونو له امله وچ شوي. یو د حېواناتو له امله او بل هم د اوبو نه رسېدو له امله.))
د نوموړي په خبره د یادو نیالګیو د وچېدو په اړه یې ولایت مقام او ښاروالۍ ته مکتوبي خبر هم ورکړی، چې باید په دې برخه کې ښکېل اړخونه خپله پاملرنه زیاته کړي؛ ځکه په خبره یې ښاروالۍ د دغو ۵ زره نيالګيو د اوبه کولو لپاره یوازې دوه تنه ټاکلي، چې دا چاره په دوو تنو ترسره کول ستونزمنه ده.
د هغه په خبره د اسعداباد ښاروالۍ يې په ځواب کې ورته ليکلي وو چې دوی د اوبو سيستم جوړ کړی او د بوټو د اوبه کېدو او حېواناتو څخه د ساتنې په موخه يې څلور کسان موظف کړي، څو له حېواناتو يې ساتنه وکړي. بلخوا کارپوهان وايي، د دغه ډول نیالګیو د زرغونتیا لپاره په کار ده چې د څاڅکي سیستم رامنځته شي. په دغه سیستم کې هر نیالګي لپاره پېپ غزول کیږي، خو د ښاروالۍ بورډ غړی حاجي اجمل وايي، ښاروالۍ دومره بودیجه نه لرله چې دغه سيستم يې پلی کړی وی او په وینا یې بله مهمه خبره دا وه چې د لوړ پوړو مسوولينو له خوا د وخت کموالي له امله عجله ډېره وه.
د هغه په وینا پروپوزل کې له جوړوونکي شرکت سره د ډراپ يا څاڅکي سيستم خبره نه وه شوې، خو دغه پروژې ته د اوبو سيستم جوړونکی شرکت (سجاد ساختماني شرکت) مسوول حمدالله وايي:
((ما د څاڅکې يا ډراپ سيستم وړانديز وکړ چې له دې اوسني سيستم نه پرې لږ لګښت راتلو، خو ما سره چا ونه منله. بل ما ورته وويل چې دا سيستم ناکام دی. که د څاڅکې سيستم نه جوړوئ، نو داسې وکړئ چې ما ته دا غونډۍ راوسپارئ. زه به په کې ځان لپاره ونې کېنوم. ستاسې ونې به هم اوبه کوم او خپلې به هم. په راتلونکي کې ستاسې ونې ستاسې او زما ونې به زما وي، خو مسوولينو راسره دا خبره ونه منله. اوس د ټولو ۵ زره نيالګيو دغه حال شو چې ټول له مخې وچ شوي دي.))
د ګهیځ موندنې ښيي چې د يادې پروژې د ونو کېنولو چارې د کونړ زراعت رياست له خوا ترسره شوي او د اوبو سيستم د اسعداباد ښاروالۍ په مالي مرسته جوړ شوی، خو هغه مهال چې په کونړ کې د ولايت مرستيال ډاکټر ګل محمد بېدار دنده لرله، د يوې طرحې له مخې يې له کونړ نه تلونکی د لرګيو بور چې (۵۰۰۰۰۰)پنځوس زره بوجۍ کېدې، د هرې بوجۍ په سر ۳۰ افغانۍ محصول ټاکلی وو، چې له درکه يې جمله یو نیم میلیون افغانۍ د ښاروالۍ بانکي اکاونټ ته لېږل شوې وې. د ولايت سکتور ریيس عبيدالله امينزي په وینا يادې پیسې د چغان غونډۍ د زرغونتیا لپاره ځانګړې شوې وې.
ورته خبره په لږ توپير د کونړ مرستيال والي واصف الله واصفي هم وکړه. هغه زياته کړه چې د اوبو سيستم لپاره لګول شوې پیسې د ښاروالۍ له نورو عايداتي پیسو څخه شوی، چې د یو نیم میلیون په شاوخوا کې دي. هغه دلرګيو د بور له درکه د ښاروالۍ اکاونټ ته د تلليو یو نیم میلیون افغانيو په اړه وايي:
((دغه پیسې د افغانستان په کچه عمومي اکاونټ ته تللي دي. موږ پوه نه يو چې کوم ځای ته تللي، خو له کونړ څخه وتلي دي.))
پر خپل وخت د دې پروژې د اعلان پرمهال هم په ټولنيزو رسنيو کې لګښت (۲.۴) ميلیونه افغانۍ ښودل شوی، چې همدغه رقم د ولايت د سکتور ريس عبيدالله امينزی هم تايیدوي.
ښاغلی امينزی زياتوي:
((موږ ښاروال راغوښتی وو او د دغو پیسو پوښتنه مو ترې وکړه. هغې ويل چې دا پیسې موږ پر نورو برخو لګولي دي. بيا يې ويل، موږ به وګورو چې دا پیسې چېرته په لګښت رسېدلي؟ یادې پیسې يوازې د چغان غونډۍ زرغونتیا ته ځانګړې شوې وې او موږ يې د پوښتنې صلاحيت لرو.))
همدغه ځای کې د مسوولینو ترمنځ خبرې ضد او نقيض کیږي.
د خبرې سپيناوي او د یو نیم میلیون افغانیو د برخليک معلومولو په اړه مو د اسعداباد ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړي حاجي اجمل څخه نظر واخېست. هغه په دې اړه وويل:
((دغه پنځلس لکه افغانۍ نه دي مصرف شوي او د ښاروالۍ په اکاونټ کې پرتې دي.))
خو د کونړ ښاروال جواز باز ساپی وايي:
((د لرګيو د بور له درکه مو یو نیم میلیون افغانۍ اکاونټ ته راغلې وې چې دا يوازې په زرغونتیا نه دي لګول شوي. یوه کوچنۍ برخه يې دلته چغان غونډۍ کې په پېپ سکيم کې مصرف شوي او نورې پاتې پیسې په نورو انکشافي کارونو کې لګول شوي. موږ پرې د وکيل ګذرانو د عريضو او اړتيا پر بنسټ ځينو سيمو کې يادې پیسې په استنادي دېوالونو کولو او سرکونو په سيمنټ کولو کې په لګښت رسولي دي.))
بل خوا د چغان غونډۍ کې د ۵ زره نيالګيو د اوبه کېدو لپاره د جوړوونکي سيستم د شرکت (سجاد ساختماني شرکت ) مسوول حمدالله وايي:
((دوی د دغو نيالګيو د اوبه کولو لپاره د څاڅکي يا ډارپ سيستم وړانديز کړی وو چې له دې اوسني سيستم نه پرې کمې پېسې لګېدې، خو دوی ونه مانه. د لرګيو د بور له درکه د یو نیم میلیونه افغانيو څخه ښاروالۍ دوه نیم یا درې لکه افغانۍ وروسته ځينو ونو ته د پيپ سکيم په جوړولو کې لګولي دي.))
د هغه په وینا دغه پروژه چې ۱۱۶ لمريزې تختې، پنځه سمرسېبلې يا واټر پمپونه، پنځه انوايټورې، پنځه فريمونه، ۱۲ سوه دوه انچه پېپ او درې د اوبو ذخېرې يا ټانکۍ په کې شاملې دي، په ۲۴ لکه افغانۍ خریداري شوي دي.
د اوسني ښاروال جواز باز ساپي په خبره چې د چغان په غونډۍ کې د ونو کېنولو هوکړه ليک د پخواني ښاروال عبيدالله ساپي دندې پرمهال شوی، خو زيات او کم عملي کارونه يې د ده په وخت کې ترسره شوي دي.
زموږ د معلوماتو له مخې دا وار بيا پلان دی چې د کونړ زراعت رياست په مسووليت او د زراعت وزارت په لارښوونه پر دغې تاريخي غونډۍ لس زره د وحشي بېرې ونې کېنول شي، خو هلته د څو تنو سرچینو په خبره که مسوولين يې د پالنې او ساتنې لپاره کوټلي ګامونه وانه خلي، نو ممکن د دغو نيالګيو برخليک به هم د تېرو ۵ زره نيالګيو په څېر شي.
د کونړ ولایت ډېری مېشت وګړي په دې ټینګار کوي که حکومت د غرونو شنه کېدو او يا په کې چيک ډيمونو جوړولو ته پاملرنه کوي، نو د ځنګل وهنې مخنيوي ته دې هم جدي پام وکړي. هغه څه چې دې برخه کې د پوهانو په باور پای کې به یې کونړ سپېره، د سېلابونو ګواښ ډېرېدو سربېره سل نور زیانونه واړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس