معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ- نورستان ۳۳ کیلو مټره پوخ شوی سړک د کیفیت خرابوالي له امله بېرته ویجاړ شوی دی

د کونړ- نورستان ۳۳ کیلو مټره پوخ شوی سړک د کیفیت خرابوالي له امله بېرته ویجاړ شوی دی

د کونړ- نورستان ۳۳ کیلو مټره پوخ شوی سړک د کیفیت خرابوالي له امله بېرته ویجاړ شوی دی

راپور: ګوهر صافی
د کونړـ نورستان د ۱۰۵ کیلو مټره سړک هغه برخه چې څو کلونه وړاندې قیر شوې وه، د کیفیت د خرابوالي له امله بېرته ویجاړه شوې او ولسونو ته د ګڼو ستونزو را ولاړېدو له امله یې د بیا رغونې کار بیا پیلېږي.
د کونړـ نورستان دغه سړک چې د کونړ له مرکز اسعد آباده د نورستان تر مرکز پارونه غځیدلی دی، څو کلونه وړاندې یي د اساسي جوړولو په موخه سروې شوې او یوه برخه یي له اسعدآباد څخه تر ماڼوګۍ ولسوالۍ پورې چې ۳۳ کلیو متره کېږي قیر شوی هم ؤ،خو د بېلابېلو لاملونو له امله نه یوازې ددې سړک د جوړېدو چارې په ټپه ودریدې، بلکې د کار کیفیت ته د نه پاملرنې له امله د سړک جوړه شوې برخه هم ویجاړه او سړک بېرته په کنډ او کپر بدل شو.
ددې سړک بېرته ویجاړېدو د نورستان او پیچ درې ولسونو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړي، ځایي خلک د سړک د بېرته ویجاړېدو اصلي لامل د کیفیت خرابوالی، د سړک څخه د بارانونو د اوبو د وتلو د لارې نه شتون او د سړک ساتنې ته نه پاملرنه بولي او وایي حکومت څرنګه چې لازمه وه د سړک د جوړېدو پر مهال د کارونو د کیفیت څارنه نه ده کړې.
د محصل خان په نامه یو تن ځایي اوسېدونکی وایي: “دغه سړک دوولس کاله وړاندې جوړ شوی ؤ خو کاریدونکي مواد یي بې کیفیته وو، نه یې د اوبو لارې وتلې وې او نه پکې مواد ښه استعمال شوي وو د هغې له کبله دا سړک بېرته خراب شو، مونږ ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې، ټولې درې ته ډېرې ستونزې دي، څوک پرې غور نه کوي باید پدې غور وشي.”
د اسعد آباد – پارون ترمنځ پر غځيدلي سړک موټر چلوونکي هم د دغه سړک خراب حالت اغېزمن کړي دي، یو تن موټر چلوونکی نجیب الله وایي پخوا چې سړک جوړ ؤ، دوی ته ښه ورځ مزدوري پاتې کیده خو اوس چې د یاد سړک د پلونو او پلچکونو په ګډون د نا امنۍ او عدم مراقبت له امله ډېرې برخې وېجاړې شوې دي، هغه پیسې چې ګټي یې، بېرته یې د موټرو په ترمیم لګوي.
د نورستان او پیچ درې اوسېدونکي دا هم وایي چې ډېر کله په دې لاره د دوی ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دوی وایي د کونړ مرکز اسعدآباد ته د تګ راتګ پر مهال ځکه له ستونزو سره مخ دي چې له یوې خوا سړک خام او له بل لورې پر سړک رغول شوي پلونه او پولچکونه د ماینونو او جګړو له امله ویجاړ شوي او دوی له خپلو سېمو دناروغانو په انتقال کې هم دګڼو ستونزو سره مخ دي
دوی له حکومته غواړي چې څومره ژر کولای شي باید سړک په اساسي ډول ورغوي او دوی له ستونزو وژغوري .
د وحدت په نامه د چپې درې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي: “دا سړک رښتیا هم ډېر خراب دی، کنډ او کپر شوی موږ ته د ناروغانو په انتقال کې ډېره ستونزه ده، کله چې مریض ولایتي شفاخانې ته انتقالوو د چپې درې، ماڼوګي او د ټول پیچ درې سړک ډېر خراب دی په لاره کې دا مریضان که پنځوس فیصده خراب وي، تر هغه ځایه چې رسېږي نو اتیا نوي فیصده نور هم خراب شوی وي، نو په ځای ددې چې صحت یاب شي ناروغي یي نوره هم زیاتیږي، او ډېر کله خو زیاتو مریضانو په لاره کې هم پور پرې کړی.”
د یاد سړک خرابوالي په سیمه کې سوداګریزې چارې هم اغېزمنې کړي دي.
سوداګر وایي د سړک د خرابوالي له امله یي نورستان ته توکي پر وخت نه رسېږي، په لاره کې خرابیږي او کرایه یي هم دوه برابره زیاته ده چې د توکو په بیو یې هم اغېز کېږي او دوی مجبور دي دا ټول مصارف د توکو پر بیو واچوي.
یو تن سوداګر مولوي ګل زمین چې په نورستان کې دوکانداري کوي وایي: ‎”د نورستان سړک فعلا لپاره ډېر خراب دی ، ددې ځای نه مونږ ډېرې زیاتې میوې او سبزیانې مونږ هلته لیږو، خو لاره ډېره زیاته خرابه ده، ټول اثر یې په مونږ پریوزي،کرایه ګانې زیاتې دي، که لاره برابره شي نو هلته به تولیدات هم زیات شي له دې ځای نه به صادرات هم زیات شي او مونږ ته به هم ډېره آساني شي.”
زده کوونکي او محصلین هم ددې لارې له خرابوالي شکایت کوي او وایي د سړک د خرابوالي له امله په خپل وخت ښوونځي او پوهنتون ته نشي رسیدای. د دوی په خبره چې اکثره وختونه درسي ساعتونه ترې تېر شوې وي او د ښوونکو د قهر او غوسې سره مخ وي.
دوی زیاتوي چې پدې لاره د کرایو زیاتوالي او د زده کوونکو غربت زیات کسان له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې کړي دي .
ذاکرالله د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهنتون محصل او د ماڼوګي ولسوالۍ اوسیدونکي وایي: “هر وخت رانه ساعت تللی وي، یو ساعت دوه ساعته رانه تللي وي چې لاړ شو استاذ مو نه پریږدي ټولګي کې وایي چې ناوخته مه راځئ، مونږه ښه وخته راروانیږو خو سړک خراب دی په لاره کې وخت ډېر لګیږي او سړک ټول ټوټې ټوټې دی، نو ځکه مونږ ناوخته رسېږو.”
ددې سړک په اوږدو کې پراته ولسونه وایي په وار وار یې له دولته غوښتنه کړې چې دغه سړک ورغوي او دولت هم ورسره ژمنې کړي دي خو په عمل کې هېڅ نشته.
مدني فعال او ددې سیمې اوسیدونکی عزیزالله پاچا وایي:
” دغه زمونږ د پیج ولسوالۍ سړک تقریباً د کلونو راهیسې خراب او کنډو کپر دی، بار بار مو اړونده مراجعو ته خپل شکایتونه کړي دي، یوازې په نوم سروې ګانې وشي او په عمل کې یي د کار کوم څرک نه لیدل کېږي. متأسفانه چې اوس هم ستونزو سره مخ یو او غوښتنه مو هم دا ده چې دا مشکلات ددې اولسونو حل شي او عملي کار وشي.”
د کونړ ولایت د سړک د ساتنې او څارنې ریاست د کار او ساختمان آمر انجینیر فیضان الحق ددغه سړک د خرابوالي لامل د هغه مهال د پي ار ټي یا د بهرنیو د ولایتي بیارغونې ټیم له لورې په خپل سر کار کول او حکومتي مسؤولینو ته د څارنې حق نه ورکول یادوي او وایي چې ددې سړک جوړونې پر مهال د حکومت له لورې د کیفیت د څارنې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی نو ځکه یاد سړک په سمه توګه نه دی جوړ شوی او ډېر ژر بېرته ویجاړ شو.
انجینیر فیضان الحق همدا راز وایي چې ددې سړک د جوړولو پر مهال د ساختمان اړوند تخنیکي برخو ته پاملرنه نه ده شوې چې له امله یې دا سړک ژر ویجاړ او ولسونو ته یي لویې ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړی وایي: ” سړک یو ساختمان دی، نو دا باید په اساسي شکل جوړ شوی وای ، د سړک ډېچونه، واشونه او استنادي دېوالونه په نظر کې نه دي نیول شوي او په معیاري شکل دا سړک نه دی جوړ شوی او علت یې همدا دی چې زر وېجاړ شوی دی.”
انجینير فیضان الحق وايي چې اوس اوس د وزارت له خوا راليږل شوي ټیمونه له چغانه تر چپې درې په سروې بوخت دي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغه سروې مکمله او سړک د جوړېدو کارونه پیل شي.
خو ځايي خلک بيا تېرو ژمنو ته په کتو دغه ځل هم سل په سلو کې د سړک د جوړېدو کارونو پيل ته هيله من نه دي او وايي ښايي دغه ځل هم لکه د تېرو وختونو په څېر يوازې ددې سړک جوړول تر سروې محدود وي.
د یادولو وړ ده چې نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته په کونړ ولایت کې له ۲۰۰ کېلومتره څخه زیات سړکونه په پاخه ډول جوړشوي وو چې له برخې یې دپیج درې د ۳۳ کېلو متره قیر سړک زیاتې برخې له منځه تللي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس