معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ د مرکز اړوند کلیو کې پلې شوې د لمریزې برېښنا پروژې د فساد له امله لا هم ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوي

د کونړ د مرکز اړوند کلیو کې پلې شوې د لمریزې برېښنا پروژې د فساد له امله لا هم ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوي

د کونړ د مرکز اړوند کلیو کې پلې شوې د لمریزې برېښنا پروژې د فساد له امله لا هم ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوي
راپور : سپين غر
د دې پروژو له ډلې یوه یې د مرکز اړوند د څنګ لورې کلي چغان کې درې کاله وړاندې پیل شوه، خو لا یې هم ګټې اخیستنې چارې نه دي بشپړې شوي.
په دې پروژه ۹،۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د لګښت نوي سلنه یې د ولسي تړون پروګرام او لس سلنه یې د ولسي وګړیو له لورې ورکړل شوی دی.
د ګهیځ موندنې ښيي چې د پروژو په تطبیق کې ترسره شوی فساد د دې لامل شوی چې چاری یې د قرارداد په اساس په ټاکلي وخت ترسره نه شي.
په چغان کلي کې دا پروژه درې کاله وړاندې پیل شوې، چې د سيمې د اوسېدونکو په وینا تر اوسه يې يوازې د برېښنا د پايو او څو ځايه لېن غزونې پرته نور ټک کار نه دی شوی.
د دغې سيمې يو تن ځوان او د چغان د ځوانانو اصلاحي شورا غړی صفت الله ودان يې په اړه وايي:
((زموږ کلی درې کلستره دی. درې کاله وړاندې يعنې په (۲۰۱۸) ز کال کې يې پرانېسته شوې او قرارداد داسې شوی ؤ، چې په يو کال موده کې به ګټې اخېستنې ته چمتو کېږي، خو تر اوسه يې کارونه په ټپه ولاړ دي. موږ د کليو او پراختيا رئیس، د ولسي تړون له مسؤولينو او نورو چارواکو سره وکتل. هغوی د ستونزې د حل ژمنه کوي، خو تر اوسه کار لا هم په ټپه ولاړ دی.))
نوموړی همدا راز د همدې پروژې پر کېفیت نیوکه لري او وایي، چارې یې د قرارداد په اساس نه دي ترسره شوي:
((د پروژې کارونه د پروپوزل مطابق ځکه نه دي، چې موږ د پروژې پروپوزل لیدلی دی. موږ شکايت هم کړی، خو سر نه نيسي. په پروپوزل کې دي چې يوه پايه به له بلې څخه (۲۰) يا (۲۵) متره زياته اندازه فاصله کې نه ودريږي، خو ولې دوی د (۴۰) نه تر(۵۰) متره پورې فاصله کې يوه پايه درولې ده. بل د لېن کېفيت ډېر خراب دی. په پروپوزل کې لېن پېړ او ډبل ښودل شوی، خو دوی نری لګولی، چې اوس یې ډېری برخې خرابې او کږې شوي دي. لېنونه هم څه شلېدلي او څه جاخه شوي دي.))
موږ معلومات ترلاسه کړي وو چې د دغو پروژو لپاره د سولري ښيښو د ايښودلو ځای نشتوالي ستونزه هم شته.
په دې اړه د دغې سيمې يو بل اوسېدونکی ضياء الدين وايي:
((بالکل، د ځای ستونزه هم وه چې بيا موږ په نږدې سيمه کې ورته يو زراعتي پټی اجاره کړ، خو ستونزه بيا هم حل نه شوه. تر اوسه يوازې ايله د ښيښو پرېمونه يا چوکاټونه لګېدلي او بس.))
د ستونزو نښه کېدو په اړه ودان وايي، زياتې ستونزې د ولسي تړون په کليوالي شوراګانو کې دي. د ده په خبره دغو شوراګانو کې د بې سواده کسانو شتون او د یوې ګېډې خوراک یا پکول په بدل کې د ډېر څه له لاسه ورکولو ستونزه موجوده ده.
د ګهیځ له لوري په موندل شویو اسنادو کې لیدل کېږي، چې پايې بايد د (۲۰) مترو څخه تر (۲۵) مترو واټن کې وي. همدا راز د عمومي لېن ډبلوالی بايد (۵۰) ملي متره وي. دغه ډول د پايې يا برېښنا ستنې جوړښت داسې دی چې د پايې ډبلوالی (۲۵-۳۵) ملي متره پورې وي. د پايې بل جوړښت بايد په دې ډول وي، په پیل کې قطر(۵) اينچه تر ځمکې پورې، بيا(۴)اينچه او په پای کې (۳) اينچه وي.
د دې ترڅنګ بايد په هره درېيمه پايه کې ايرت کيټ يا د تالندې او تندر مخنيوي لپاره د ارت سيسټم نصب شي او داسې نور، خو د دمکلي د کلي يو تن اوسېدونکی شفيق الله وايي:
((زموږ په سيمه کې هم دغه پروژه پیل شوې. ډېر وخت یې وشو چې کارونه يې يوازې د پايو او لېن غزولو پورې شوي. نه په کې د ارت کوم څه شته او نه د پايو ټينګولو کوم سيسټم.))
هغه وايي يوازې د پاور هاوس يا هغه ځای چې بطرۍ په کې کېښودل کېږي، دغه ځای کې د ارت سيسټم شته او بس. پايې چې بايد په تدريج سره يې قطر کم شي، دغسې نه دي شوي. د نوموړي په خبره د بخارۍ نل په شان پايې یې ودرولي چې اوس د وخت تېرېدو له امله يې زياتې برخې بېرته خرابې شوي او لېنونو کې یې د ګليپرانونو تارونه نښتي او له ځان سره يې اړولي يا جاخه کړي دي.
ورته خبره د چغان ځوانانو شورا غړی صفت الله ودان هم وکړه. نوموړی زياتوي چې نه یواځې دغه کار نه دی شوی، بلکې د پايو ټينګولو لپاره يې د ځواکمنتیا تدابير هم له پامه غورځولي.
د کونړ ولايت د ولسي تړون عمومي مسؤول انجینر سېد حسېن نجات دغه ستونزې تر يوه بريده مني، خو وايي:
((موږ د اسعدآباد سيمه چې يوه اطرافي سيمه کې شمېرل کېږي، په کې څلورو برخو کې د پروژو صلاحيت درلود؛ د څاه ګانو کېندل، سولري برېښنا جوړول،کانونه وېستل، ترانسپورت برخه، موږ له دغو برخو د خلکو په مشوره د سولري برېښنا جوړول وټاکل، چې اوس د کونړ مرکز سربېره په نرنګ او پېچ درې ولسواليو کې دغه پروژې لرو. موږ د وسايلو لپاره(۲۵) شرکتونه لرو چې د دوی له منځه يوه سره قرارداد کېږي او بیا پیسې په قسطوار ډول ورکول کېږي. اوسمهال په کونړ کې زيات شمېر پروژې بشپړې دي، خو اصول داسې دي چې ترڅو شرکت پیسې نه وي ترلاسه کړي، هېڅوک دا صلاحيت نه لري چې پروژه ګټې اخېستنې ته وسپاري.))
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د څاګي او کړمار په سيمو کې دغه ډول پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، دا ولې؟ او يا هم د کرهالې په زورمنډۍ سيمه کې د پروژې کارونه بشپړ شوي، پرانېسته یې د څه لپاره ځنډېدلې ده؟
په اړه يې نجات وايي:
((هغه په غیرې رسمي ډول سپارل شوي او شايد مسؤوليت يې د شورا مشر يا يو کس اخېستی وي. ټولې پروژې موږ په غیرې رسمي ډول ځکه نه شو ګټې اخيتسنې ته ورکولی، چې د سامان ورنټۍ او ګرنټۍ مسايل بيا په کې نه مراعت کېږي.))
نجات په اوږد واټن کې د پايو نصب کولو په اړه وايي:
((موږ ساحې ته ګورو. موږ سره په افر کې پوښ داره لېن نه شته، خو په دې برخه کې شرکت خپله پرېکړه کوي. بل د لېن ډبل والي مسأله ده. لېن کې موږ ولټاژ ته ګورو بیا هغه ډول لېن کاروو؛ ځکه په پروپوزل کې چې څه دي، هغه اټکلي او تخميني دي، کولای شو ساحې او حالاتو ته په کتو په کې بدلون راولو.))
د کونړ ولايت د ولسي تړون عمومي مسؤول انجینر سېد حسېن نجات وايي، خرېداري د شورا د خريدارۍ کمېټه او مسؤول انجینر کوي. په خبره یې که پر کومې برخې شکایت شتون درلود، نو بیا شکايت ته کتل کېږي. که شکایت د شورا په اړه وي او که د شرکت په اړه، دوی یې د څېړلو لپاره لاس په کار کېږي.
نوموړی د ارت لېن په اړه وايي، دا دومره لوی ولټاژ برېښنا نه ده. يوازې د لايټينګ يا رڼا لپاره د شپې پرمهال د شپږو ساعتونو لپاره ده، نو ځکه اړتيا نه شته چې هر ځای موږ ارت جوړ کړو.
د دغې ادارې يو بل تن انجینر محمد عارف سهاک د پروژو ځنډ په اړه وايي:
((موږ ته پیسې په قسطوار ډول راکول کېږي. نړيوال بانک يې کليو او پراختيا وزارت ته ورکوي او بيا موږ ته راځي. شرکت ته خریداري د معلومو کسانو له لوري کېږي چې يو منظم سيسټم لري، څو چې موږ ته پیسې رانه شي، موږ هېڅ نه شو کولای.))
سهاک زياتوي، په کليو کې مخالفتونه ډېر وي، چې له امله یې زيات وخت عادي مخالفتونه ستونزې جوړوي او پروژې له ځنډ سره مخ کوي، خو په وینا يې دوی کوښښ کوي چې ستونزې ژر حل کړي چې تر يوه بريده توانېدلي هم دي.
بلخوا د ولسي تړون مسؤول سېدحسېن نجات د دغو پروژو د نظارت په اړه وايي:
((نظارت به يې ولسي خلک کوي، موږ منظم فورم ورکوو، په هغې کې د حفظ مراقبت ټول شرايط شته.))
دا چې په زيات شمېر سيمو کې هم د دولتي برېښنا پايې او تقريبا برېښنا يې هم د وېش په حال کې ده او هم د سولري يا لمريزې برېښنا سيسټمونه جوړېدونکي دي، د چارو د څارونکو په باور باید د دواړو برخو چارې باید سره مدغم شوې وي، څو لا نور مؤثر او ګټور ثابت شوي وای.
خو د دغو څارونکو د نظر ځواب انجینر نجات داسې ورکوي:
((موږ په دغه برخه کې د شوراګانو پرمټ د برېښنا رياست څخه استعلام کړی وو. هغوی په ځواب کې ليکلي وو، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې موږ په دغو سيمو کې د برېښنا وېش پلان نه لرو، چې له هغې مودې اوس څلور کاله تېريږي.))
که څه هم په (۱۳۹۲) هـ ل کال کې د کونړ په مناګي سيمه کې د دوه نيم ميګاواټه په ظرفيت برېښنا بند جوړېدو کارونه پیل شول، چې بايد په درې کالو کې ګټې اخېستنې ته سپارل شوی وای، خو د خورا ډېر ځنډ وروسته ايله سږ (۱۴۰۰) هـ ل کال کې يې فعاليت پیل کړ چې لا په ازمايښتي پړاو کې دی، خو بيا هم د بېلابېلو ستونزو له امله وخت ناوخت فعاليت يا برېښنا بنده وي. د همدغې برېښنا د وېش لپاره هم پايې غزول شوي چې په زياتو سيمو کې يې ترڅنګ د لمريزې يا سولري برېښنا پايې هم ولاړې دي، خو لا هم زيات ولس د دغو دواړو برېښناګانو ترمنځ د انتظار شپې – ورځې په تیارو کې تېروي.
بلخوا د ولس روښانفکره پوړ له مرکزي حکومت او نړيوالو څخه غواړي چې نور دې دوی په لنډ مهاله او بې کېفيته پروژو نه غولوي. دوی غوښتنه کوي چې د دغه ډول لنډمهاله چارو پرځای دې د کونړ پر سرشاره اوبو لرونکي سيند باندې د برېښنا سترو بندونو په جوړولو کار وکړي، څو د ځايي اوسېدونکو سربېره د هېواد د نورو برخو ستونزې هم د برېښنا په برخه کې له دې لارې هوارې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس