معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کورنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، محمد صادق سره کتلي.

په دغه کتنه کې د دواړو لورو د اړیکو د لا ښه‌ والي او د شته ستونزو د حل په اړه بحث کړی.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان ځانګړي استازي ژمنتیا ښودلې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې به د ګډو هڅو له لارې حل کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.

یاده لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د وروستیو یو شمېر مسایلو له امله ترینګلې شوې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس