معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت وایي، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد وزارت ویاند ويلي، دغه بند چې د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو ظرفیت لري، ۹۹ سلنه کارونه یې پر مخ تللي چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میګاواټه برېښنا تولید شي.

په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې د اوبیزو بندونو جوړول، د کرنیزو توکو د حاصلاتو د زیاتوالي او هېواد کې د وچکالۍ د مخنیوي په برخو کې اغېزمن ګڼي او ټینګار کوي، چې د اوبو له مدیریت سره افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد بدل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس