معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چاپېریال ساتنې ملي ادارې بیا ځل په کار وپیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې بیا ځل په کار وپیل کړ

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د کابل ښار د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په افغانستان کې له وروستي بدلونونو ورسته بیا ځل خپله دنده پیل کړه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر ویلي چې، ډاکټر زين العابدين عابد د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د چاپېريال ساتنې عمومي رياست لپاره ټاکل شوی دی.
د انعام الله په خبره، له دې وروسته به د یادې ادارې څارونکې ډله د کابل ښاروالۍ په مرسته د هوا د ککړولو په تړاو کلکه څارنه کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو، د خصوصي سکټور له ادارو، د لوړو ودانیو له خاوندانو او د هوا د ککړتیا له نورو سرچینو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس