معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د نورستان روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم په پروژه کې په پراخه کچه فساد او درغلي شوې

د نورستان روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم په پروژه کې په پراخه کچه فساد او درغلي شوې

د نورستان روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم په پروژه کې په پراخه کچه فساد او درغلي شوې
راپور:شکیب مروان
د ګهیځ موندنې ښیي چې د نورستان ولایت د روغتیايي کلینکونو لپاره د لمریزې برېښنا د چمتو کولو په(۲۶۲) میلیوني پروژه کې پراخه فساد شوی او د یادې پروژې ټول سامان الات د بازار له اصلي قیمت نه، څو چنده په لوړه بیه اخیستل شوي او ځینو ته بېخي نه دې اخیستل شوي خو پیسې یې ویستل شوي دي.
د لمریزې برېښنا له دغې پروژې څخه چې د نورستان په ټولو روغتیایي مرکزونو لپاره پلي شوې د نورستان ولس شکایت کوي او نیوکه یې دا ده چې اخیستل شوي توکي د کیفیت له اړخه همضعیف دي او تر څنګ یې په دغه پروژه کې په لویه او پراخه کچه درغلي شوې چې دوی ته د منلو نه دي
د روغتیایي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا دغه سیسټم د نورستان مرکز پارون ته نږدې واما ولسوالۍ کې هم پلي شوی دی خو د واما ولسوالۍ اوسېدونکي هم نیوکه کوي چې دا پروژه چې څه ډول باید پلې شوې وای، داسې نده تطبیق شوې او همدارنګه د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم په یاده پروژه کې له پراخه فساد څخه سرټکوي.
د نورستان د واما ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د خپل شهرت د پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې په دغه پروژه کې هر توکی د بازار له نرخ څخه څو برابره په لوړه بیه اخیستل شوي او یا هم حساب شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې: د واما ولسوالۍ په کلینک کې د لمریزې برېښنا لپاره ۴۰ بېټریانې لګول شوې دي، چې په هره یوه یې ۱۵۰ امپیره ده، په عام بازار کې د تر ټولو ښې بېټرۍ قیمت ۱۰ زره افغانۍ دی، نو پدې حساب د ۴۰ بېټریو ټول نرخ څلور لکه افغانۍ کېږي، همدا شان د برق لینونه ټول په یو لک افغانۍحساب کېږي، همدارنګه دلته څلور دانې کنورټرې مصرف شوې چې هره یوه یې ۳۵ زره افغانۍ قیمت لري او ټول څلور واړه یې یو لک او شل زره افغانۍ حسابېږي،،همداشان یو لک افغانۍ د کاریګرو مصرف او یو لک افغانۍ هم د لارې کرایه شي او ۵ لکه افغانۍ هم د ټیکه دار ګټه حساب شي، نو دا ټول حساب شا او خوا ۱۶ لکه افغانیو ته رسېږي، خو دولتي اسنادو له مخې د واما ولسوالۍ د لمریزې برېښنا په پروژه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د نورستان ولایت د روغتیایي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم پروژې په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د ګهیځ خبریال څو ځله د یاد ولایت د عامې روغتیا له سرپرست سره اړیکه ونیوله، خو نوموړي پدې اړه ناخبرې وښوده.
د نورستان ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر اصف بزرګ زاده، پدې تړاو ګهیځ ته وویل چې:” د یادې پروژې په اړه د عامې روغتیا له ریاست سره هېڅ ډول معلومات ندي شریک شوي او نه هم دغه ریاست په جریان کې اچول شوی دی.”
د عامې روغتیا رئیس ادعا لري چې په یاده پروژه کې نژدې ۲۶ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی دی. نوموړی زیاتوي: “د دغه پروژې په اړه هېڅ معلومات راسره نشته ځکه چې زمونږ ریاست په جریان کې نه دی اچول شوی او نه هم په دې خبر یو چې دا پروژه د چا لخوا د کوم شرکت او په کومو مرکزونو کې عملي شوې ده .”
بل لور ته د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجینیر سعیدالله پاینده زوی هم وایي چې د نورستان د روغتیایي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا په پروژه کې له حده پورته اختلاس شوی چې په وینا یې دوه میاشتې وړاندې یې په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم راپور ورکړی ترڅو دده وینا د یادې پروژې پټې شوې پیسې راپیدا او اختلاس کوونکي په سزا ورسېږي.
ښاغلي پاینده زوی زیاته کړه: “د نورستان ولایت د روغتیا یي کلنیکونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژه لس سلنه هم نه ده علمې شوې، خو پیسې یې په بشپړه توګه ویستل شوې دي، په دې پروژه کې سل په سلو فساد شوی او د داسې کلینک اسناد هم له ماسره شته چې هېڅ کار ورته نده شوی خو ۱۹ میلیونه پیسې یې ویستل شوې دي.”
ومو غوښتل چې په دي اړه د دغه پروژې د تطبیق پر مهال د نورستان والي عبدالغفور ملکزي نظر هم د ځان سره ولرو خو د ډېرو هڅو سره سره بیا هم ونه توانیدو چې د نوموړي نظر ترلاسه کړو.
بل خوا د یادې پروژې په اړه د نورستان د خلکو نیوکې په داسې مهال زور اخلي چې د دغه ولایت کابو ۳۷ روغتیایي مرکزونو کې چې قرارداد یې د اهېډ مؤسسې سره شوی، درمل نشته او همدارنګه روغتیاپالانو یې له ۹ میاشتو راهیسې معاش نلري چې آن یو شمیر مرکزونه یې د اعتراض په توګه د خلکو پر مخ تړلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس