معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د نورستان ترافیک هره میاشت د موټر چلولو د لیسنس په ورکړه کې نژدې۵۰ زره افغانۍ غیر قانونې پیسې اخلي

د نورستان ترافیک هره میاشت د موټر چلولو د لیسنس په ورکړه کې نژدې۵۰ زره افغانۍ غیر قانونې پیسې اخلي

د نورستان ترافیک هره میاشت د موټر چلولو د لیسنس په ورکړه کې نژدې۵۰ زره افغانۍ غیر قانونې پیسې اخلي
راپور: شکیب مروان
د ګهیځ موندنې ښیي چې د نورستان د ترافیکو مدیریت هره میاشت د موټر چلوونې جواز یا لیسنس د ورکړې په بدل کې ۴۹۸۰۰ افغانۍ غیر قانوني اخلي چې د دغه مدیریت د مسؤولینو جیبونو ته ځي.
د افغانستان د قوانینو له مخې یو اتلس کلن ډریور کولای شي د افغانستان تابعیت په لرلو او د ترافیکي قوانینو د ۱۵ ورځني درس تر اخیستو وروسته چې کله د موټر چلولو په عملي او نظري آزموینه کې بریالي شي، د موټر چلولو جواز یا لیسنس ترلاسه کړي چې قانوني لګښت یې ۵۱۰ افغانۍ کېږي چې ۵۰۰ افغانۍ به په بانک کې تحویلوي او ۱۰ افغانۍ د فورم ترلاسه کولو په بدل کې اخیستل کېږي، خو د ګهیځ موندنې جوتوي چې په نورستان کې دا کار نه کېږي او د موټړ چلولو د جواز ورکړې پروسه له فساد نه ډکه ده.
د کونړ- نورستان د لویې لارې یو تن موټر چلوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ګهیځ ته ومنله چې پرته له درس او د عملي موټر چلولو له آزموینې یې د نورستان د ترافیکو له مدیریت نه د موټر چلولو جواز ترلاسه کړی او اوس یې هم کاروي. نوموړي ګهیځ ته وویل:” لیسنس مې نورستان کې اخیستی او ۳ زره افغانۍ مې پرې ورکړې دي، درس مې ورته نه دی ویلی.”
نوموړی یوازینی موټر چلوونکی نه دی چې د پیسو په مقابل کې یې د نورستان د ترافیکو له مدیریت نه جواز ترلاسه کړی، بلکې په لسګونه نور موټر چلوونکي هم شته چې ورته برخلیک لري او د پیسو د ورکړې په بدل کې یې د موتړ چلولو جواز ترلاسه کړی دی.
همدارنګه یو تن بل موټر چلوونکی چې ګهیځ ته یې د خپل لیسنس یا جواز د اخیستو کیسه کړې، په دې هم نه ندی خبر چې د ترافیکو د مدیریت له لورې د لیسنس اخیستو لپاره څومره موده درس لوستل کېږي؟ دغه کس د ګهیځ خبریال ته د څو پوښتنو په ځواب کې یوې خواته وایي چې په نورستان کې یې د لیسنس اخیستو لپاره شپږ میاشتې درس لوستی دی خو بل خوا بیا د ورکړیو پیسو په اړه وایي چې: “درس چې څومره وایې نو همغومره به پیسې ورکوې، خوښه دې درې میاشتې یې وایې یا یې یوه میاشت وایې، هر قسمه چې ته ځان پوهولی شې او د لیسنس د کتابچې چې څومره پیسې دي هغه به ورکوې او څه پیسې به په بانک کې تحویلوي.” نوموړی زیاتوي چې: “ما خو خپله ۱۵۰۰ افغانۍ ورکړې دي.”
د ګهیځ د موندنو له مخې د نورستان د ترافیکو مدیریت د ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې د موټر چلولو شل لیسنسونه موټر چلوونکو ته ورکړي دي. که یوازې همدا تېره یوه میاشت حساب کړو چې ۲۰ لیسنسونو اخیستونکو نه ۳ زره افغانۍ اخیستل شوې، نو دا ټولې پیسې ۶۰۰۰۰ افغانۍ کېږي او که هغه قانوني پیسې چې د یوه لیسنس لپاره دولت ټاکلې یعنې ۵۱۰ افغانۍ حساب کړو نو ټولې (۱۰۲۰۰) افغانۍ کېږي اوس چې له (۶۰۰۰۰) زرو څخه (۱۰۲۰۰) افغانۍ منفي کړو نو پاتې پیسې ۴۹۸۰۰ افغانۍ کېږي چې دا پیسې یوازې د تېرې ثور په میاشت کې د نورستان د ترافیکو مدیریت د کارکونکو له لورې په غیر قانوني بڼه اخیستل شوې او د دولت د خزانې پر ځای، د څو کسانو شخصي جیبونو ته تللې دي.
په دې تړاو مو د نورستان د ترافیکو له مدیر سمونمل رحیم الله بسمل څخه پوښتنه وکړه نوموړی وایي چې هر وخت هڅه کوي هغه کسان چې غواړي لیسنس ترلاسه کړي، درس ته يې را وغواړي خو ډېری خلک درس ته نه راځي.
ښاغلي بسمل ګهیځ ته ومنله چې په مدیریت کې یې د اداري فساد هڅې شوې، خو دده په خبره دی هڅه کوي چې په فساد ککړ کسان رسوا او د قانون منګلو ته یې وسپاري.
بسمل زیاتوي: “دلته زما یو کال کېږي چې راغلی یم، زه دا منم چې اداري فساد شته، پیسې به اخیستل شوې وي خو هغه کسان اوس نشته، او که اوس څوک په دې کار کې لاس ولري نیول کېږي به او د قانون منګلو ته به سپارل کېږي.”
که له یوې خوا ترافیکي پولیس په سړکونو او جادو کې د راپېښیدونکو ترافیکي حادثو د مخنیوي لپاره خپلې دندې پر مخ وړي له بل پلوه د نورستان د ترافیکو مدیریت د پیسو اخیستو په مقابل کې په غیر قانوني توګه موټر چلوونکو ته لیسنس ورکوي چې دا په خپله د ترافیکي پېښو غټ لامل کېدای شي، ځکه پرته له درس ویلو او په موټر چلولو باندې د حاکمیت او سم پوهېدلو پرته چې له یوه عام او عادي کس نه موټر چلونکی جوړ شوی وي او په ناقانونه توګه ورته لیسنس ورکړل شوی وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس