معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د مهترلام په ښاروالۍ کې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ په ښار کې د اېښودل کېدو په ځای ورکې شوې دي

د مهترلام په ښاروالۍ کې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ په ښار کې د اېښودل کېدو په ځای ورکې شوې دي

د مهترلام په ښاروالۍ کې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ په ښار کې د اېښودل کېدو په ځای ورکې شوې دي
راپور: رویا. سیاوش
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ګهیځ موندنې په ډاګه کوي چې یوې خواته په ښار کې د کثافت دانیو لږوالي، د کثافاتو او چټلۍ کچه ورځ تر بلې زیاته کړې، بل خوا د مهترلام د ښاروالۍ یو چارواکی په دغه ښار کی د ۱۸۰۰ کثافت دانیو د ايښودلو دعوه کوي خو دم ګړۍ د ګوتو په شمېر کثافت دانۍ په ټول ښار کې نشته دي.
بل خوا د مهترلام ښار د بېلابېلو برخو اوسېدونکي او د بازار دوکانداران په دغه ښار کې د ۱۸۰۰ کثافت دانیو د اېښودلو دعوه نه مني او وایي چې هېڅ کله په دومره کچه کثافت دانۍ په ښار کې ندي اېښودل شوې.
پداسې حال کې د ښار اوسېدونکو په وینا او د شته شواهدو پر بنسټ په ټول ښار کې د ګوتو په شمېر کثافت دانۍ لیدل کېږي.
د مهترلام د ښاروالۍ د تنظیف او سر سبزۍ مدیر صفي الله احمدزی وایي چې دوی د مهترلام ښار په پنځو ناحیو کې جامد او غیر جامد کثافات را ټولوي، د ښار سړکونه جارو کوي، له مارکیټونو څخه د زرنج موټرو په واسطه کثافات را غونډوي او د ښار په شنو سیمو کې وني او بوټي کري.
صفي الله احمدزي د ګهیځ له خبریالې سره په خپلو خبرو اترو کې وویل چې د دوی ټول فعالیتونه د تنظیف او سر سبزۍ په محور را څرخي او خدماتی کارونه دي.
هغه د بېلګې په توګه وایي چې سږ کال یې د ډاکتر زاهد، قلعه سراج او څو نورو باغونو کې نوي نیالګي کښینول تر څو چاپېریال پاک و ساتل شي او په ښار کې سرسبزي ښکاره شي.
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مسؤول په ښار کې د کثافاتو د زیاتوالي په اړه د خلکو شکایت مني خو پړه بیا پر هغه ډله ښاریانو اچوي چې دده په خبره له ښاري فرهنګ سره بلد ندي او کثافات د کثافت دانیو پرځای په بې ځایه ځای کې غورځوي او د ښاروالۍ له خوا کېنول شوي نیالګي ماتوي.
د احمدزي په وینا دوی په یوه ورځ کې په ټولیزه توګه اویا متر مکعبه کثافات له ښار څخه انتقالوي.
همدارنګه نوموړی په ښار کې د کثافت دانیو د کمبود په اړه د مهترلام ښاریانو شکایت نه مني او وایي چې دوی(د مهترلام ښاروالۍ) د ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۸۰۰ دانې کثافت دانۍ اېښې دي او آن تر دې چې د هرو دوو کراچیو پرسر یې یوه کثافت دانۍ وېشلې دي.
ښاغلی احمدزی وایي چې د دې تر څنګ یې د عامه پوهاوي په برخه کي هم ډېرې هڅې کړې دي او آن د جامع مسجدونو له امامانو یې هم غوښتي تر څو د جمعې په ورځ په خپلو وعظونو کې د نظافت په مراعات او بې ځایه ځای د کثافاتو نه غورځولو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.
خو بل خواته عام خلک د ښاغلي احمدزي دا خبره چی په ښار کې یې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ وېشلې، نه مني او دا ادعا غلطه ګڼي.
د مهترلام اوسېدونکي او دوکاندارن د ښاغلي احمدزي د خبرو په اساس په ښار کې د ۱۸۰۰کثافت دانیو له توزیع او ویشلو څخه ناخبري څرګندوي او همدارنګه د مهترلام ښار د مرکزي جامع مسجد ملا امام قاري عزت الله د ښاروالۍ لخوا د کومې لارښوونې یا پلان د ور کولو څخه ناخبري ښکاره کوی .
همدارنګه نور احمد د لغمان د ګمین سیمې یو اوسېدونکی نور احمد چې په ښار کې د سبزي خرڅولو کراچۍ لري، تر څنګ یې ولاړ بل کراچي وان ملګري ته اشاره کوي او وایي چې د ښاروالۍ له خوا نه د هر دوو کراچیو په سر د یوې وړې کثافت دانۍ له وېشلو ناخبري ښیي او وایي چی: “مونږ ته چا ندي راکړي او نه د کثافت او د نظافت په اړه مونږ ته کومه خبره شوې ده ”
په همدې توګه د مهترلام ښار بل پلورونکی سیدا جان هم د نور احمد په څېر د ښاروالۍ له خوا په ښار کې د ۱۸۰۰ دانو کثافت دانیو ویشل، نه مني او له هغې څخه ناخبري څرګنده وي. نوموړی وایي چی داسې هېڅ یوه کراچۍ والا ته هم کثافت دانۍ نده ور کړل شوې. د نور احمد، سیدا جان په څېر عبدالرشید د چهل مټی سیمي، د ډېرو کراچۍ لرونکو هم د ۱۸۰۰ کثافت دانیو د ورکړې څخه ناخبري څرګنده کړه . دوی ټول وایي چې د مهترلام ښاروالۍ له دا ډول کوم اقدام څخه نه خبر شوي، نه یې په ښار او بازار کې ددې ډول کثافت دانیو کوم اثر لیدلی دی.
که څه هم د ګهیځ خبریالې ډېره هڅه وکړه چې پدې تړاو د لغمان د والي له ټولنېزې مرستیالې آغلې برېښنا ساپۍ سره اړیکه ونیسي او د موضوع د څرنګوالي په اړه ترې معلومات وغواړي، خو د پرله پسې اړیکو سره سره، پدې کار بریالۍ نشوه.
بل خوا په مهترلام ښار کې میشت ځیني مدني او ټولنیز فعالان بیا پدې اند دي چې کېدای شي د مهترلام ښاروالۍ او په تېره بیا د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت په مهترلام ښار کې د ۱۸۰۰ کثافت دانیو پروژه له کوم ځای نه ترلاسه کړې وي، خو د عملي کولو پر ځای یې پیسې خپلو جیبونو ته اچولې وي.
د احسان حمیدي په نامه د مهترلام ښار اوسېدونکی او مدني فعال پدې باور دی چې د ۱۸۰۰ کثافت دانیو پیسې او مصرف له مرکز نه ترلاسه شوی، خو په اصلي موخه ندي مصرف شوي، او اوس د مهترلام ښاروالۍ چارواکي د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او په ښار کې د کثافاتو د زیاتوالي په لړ کې د خپل مسؤولیت د نه ادا کولو پړه هم پر خلکو ور اچوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس