معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د مهترلام په ستر میله ځای سراج بڼ کې له ښاروالۍ سره په جوړ جاړي ناقانونه تعمیرونه جوړ شوي

د مهترلام په ستر میله ځای سراج بڼ کې له ښاروالۍ سره په جوړ جاړي ناقانونه تعمیرونه جوړ شوي

د مهترلام په ستر میله ځای سراج بڼ کې له ښاروالۍ سره په جوړ جاړي ناقانونه تعمیرونه جوړ شوي
راپور: عبدالعزیز تلاش
د ګهیځ موندنې ښیي چې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په ستر میله ځای، سراج بڼ کې په غیر قانوني توګه یو کانتین جوړ شوی چې ګټه یې هم شخصي جیبونو ته ورځي.
په داسې حال کې چې د ښاروالي ګانو د قانون په اساس، په دولتي تأسیساتو کې کار کول (دوکان، کانتین او یا کومې ودانۍ جوړول) منعه دي، خو د مهترلام ښار په تاریخي پارک یا بڼ (سراج کلا) په د ننه کې د نوید په نامه یوه تن له بلوکو څخه دوکان جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې چې نوید نومي دغه کس د سراج بڼ په دننه کې یوازې د دولتي هوټل ودانۍ د مهترلام ښار له ښاروالۍ څخه په اجاره نیولې او دولت ته به یوازې د دغه د هوټل کرایه ورکوي خو د هوټل له ودانۍ بهر او د سراج بڼ په داخل کې همدغه کس د ښاروالۍ له چارواکو سره د جوړ جاړي له لارې د دوکانونو کرایه د دولت پر ځای شخصي جیبونو ته ځي.
د لغمان ولایت یو شمېر ځوانان او مدني فعالان دا کار یو ستر فساد ګڼي او غوښتنه کوي چې باید د دې فساد مخه ونیول شي.
دوی وایي چې له یوې خوا ته په دولتي تأسیساتو کې شخصي کار کول منعه دي او له بلې خوا د دغه دوکان ګټه د دولت حساب ته نه ورځي، بلکې شخصي جیبونو ته غورځېږي، چې له ښاروالۍ سره د جوړجاړي په پایله کې دغه کس ته اجازه ورکړل شوې چې په دولتي بڼ کې دوکان جوړکړي.
دوی نیوکه کوي چې په اجاره یوازې د هوټل ودانۍ اخیستل شوې او دولت ته یوازې د ودانۍ کرایه ورکول کېږي، نو د دوکان ګټه شخصي جیبونو ته ورځي او په غیر قانوني توګه هم جوړ شوی، چې باید مخه یې ونیول شي.
عبدالله احسان د لغمان ولایت یو تن ټولنیز فعال دی، دی وایي چې دا یو غیر قانوني کار دی چې د سراج په تاریخي بڼ کې یو کس ځان ته شخصي دوکان جوړ کړی او بیا ګټه یې هم یوازې شخصي جیبونو ته ورځي او دولت ته نه رسېږي، نو باید د دې فساد مخه ونیول شي.
د لغمان ولایت یو بل اوسېدونکی احمد ولي هم وایي چې دا یو غیرقانوني کار دی چې په دولتي ملکیت کې شخصي کار وشي.
دی هم وایي چې قرارداد کې یوازې د هوټل ودانۍ دغه کس ته ورکړل شوې، خو ده په غیر قانوني توګه په باغ کې دوکان هم جوړ کړی، چې ښاروالۍ یې باید مخنیوی کړی وای.
احمد ولی وایي چې ښاروالۍ هم پدې په فساد کې ورسره ښکیله ده او له دغه کس سره یې جوړجاړی کړی دی، ځکه نو یې مخه نه نیسي.
نوموړی زیاتوي چې: “په قرارداد کې یوازې د هوټل ودانۍ په اجاره ورکړل شوې ده او دولتي تأسیساتو کې نور لاس وهل او کار کول منع دي. دا له ښاروالۍ سره په پټه او د پردو تر شا یو جوړجاړی دی، دغه کس به دوی ته یوه اندازه پیسې ورکوي چې دا شخصي جیبونو ته ورځي او دا یو غیرقانوني کار دی چې دوی ترسره کړی دی.”
له بلې‌ خوا پر ټولنیزو رسنیو هم یو شمېر ځوانانو نیوکه کړې چې په تاریخي ځایونو کې لاسوهنه، فرهنګي میراثونو ته زیان رسوي او باید ددې کار مخه ونیول شي.
دوی وایي چې په سراج بڼ کې دوکان جوړول یا تصرف په کې کول غیر قانوني کار دی او باید د دا ډول کارونو مخنیوی وشي.
د لغمان ولایت د فرهنګ او ګرځندوی آمر نادر مخور هم وایي چې په دولتي تأسیساتو کې لاسوهنه منعه ده او که څوک دا کار کوي نو غیر قانوني کار دی.
مخور زیاتوي چې د مهترلام ښاروالۍ د یوه قرارداد په اساس د هوټل ودانۍ په کرایه ورکړې ده او دا چې په بڼ کې دوکان جوړ شوی دا غیر قانوني کار دی او موږ یې د مخنیوي په خاطر ولایت مقام ته رسمي مکتوب وراستولی دی.
دی وایي چې ښاروالۍ په هغه صورت کې دولتي ودانۍ یا ځایونه په کرایه ورکولی شي چې، تاریخي او فرهنګي ابداتو او اثارو ته په کې زیان ونه رسېږي؛ که چیرته فرهنګي اثارو ته زیان واوړي نو بیا دا د قانون له مخې منع ده.
دی زیاتوي چې په دغه کانتین سره د بڼ ګلدانونو او نورو تاریخي ونو ته زیان رسېږي نو پر دې اساس موږ یې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
ښاغلی مخور وایي: “ښاروالۍ یوازې د هوټل ودانۍ په کرایه ورکړې او ښاروالۍ په هغه صورت کې یو دولتي ځای یا ودانۍ په کرایه ورکولی شي چې فرهنګي اثارو او میراثونو ته په کې زیان ونه رسېږي؛ دا حق هېڅوک نه لري چې په دولتي ځایونو کې لاسوهنه وکړي. ”
نوموړی دا اندېښنه ښکاره کوي چې که که چېرته اوس یو دوکان ته اجازه ورکړل شي کیدای شي چې په راتلونکي کې نور دوکانونه هم جوړ شي، چې په دې کار سره دې تاریخي او فرهنګي ځای ته زیان رسېږي.
نوید هغه څوک دی چې د دغه هوټل ودانۍ یې د یو قرارداد په اساس له ښاروالۍ نه په اجاره نیولې، دی وایي چې دغه هوټل یې له ښاروالۍ نه د درې کالونو لپاره په اجاره نیولی چې په بدل کې یې ښاروالۍ ته هره میاشت دېرش زره او دوه نیم سوه افغانۍ ورکوي.
نوموړي په دغه هوټل کې قیلون خونه او رستورانت جوړ کړی چې ځوانان دلته د تفریح لپاره ورځي.
نوید وایي چې: “موږ خبر نه وو چې په دولتي ځایونو کې لاسوهنه منع ده نو ځکه مو دغه دوکان جوړ کړ او که موږ خبر وای چې دولتي ځایونو او تأسیساتو کې کار کول منعه دي نو دا دوکان مو نه جوړاوه.”
نوموړی دا نه مني چې دغه کانتین دې یې له ښاروالۍ سره د معاملې یا جوړ جاړي په اساس ودان کړی وي.
خو دا چې ولې تر اوسه دوی ته په دغه کانتین کې د فعالیت اجازه ورکړل شوې او ښاروالۍ یې مخه نه نیسي؟
په دې اړه نوید وایي چې: “موږ ښاروالۍ ته هم وویل چې مونږ په بې خبرۍ کې دا کار کړی، بیا مو له ښاروالۍ سره خبره شریکه کړه چې، اوس خو مو دومره مصرف کړی او کانتین مو جوړ کړی دی نو د قرارداد تر پایه دا کانتین پرېږدیي چې موږ پکې کار وکړو او له هغه وروسته به یې خراب کړو. ”
بل اړخ ته د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزی وایي چې قرارداد یوازې د هوټل د ودانۍ شوی او کانتین په شخصي روابطو جوړ شوی او له کانتین نه هېڅ کرایه موږ نه ترلاسه کوو.
رحمتزی وایي چې: “دا قرارداد د پخواني ښاروال په وخت کې شوی دی او ما په باربار په اداري مجلس کې ددې کانتین په اړه خبرې کړي دي او که د اداري مجلس پرېکړه وشي نو سبا یې هم لرې کولی شم.”
ښاغلی رحمتزی د ښاروالۍ د اوسنۍ ادارې او قرار دادي نوید تر منځ د هر ډول جوړ جاړي خبره ردوي او ژمنه کوي چې ډېر ژر به د مهترلام د ښاروالۍ په اداري مجلس کې ددې کانتین برخلیک معلوم شي.
رحتمزی زیاتوي جې : “خو د پخواني ښاروال په وخت کې د هوټل قرارداد شوی او د هغه په وخت کې چې څه شوي وي، د هغه په اړه څه نه شم ویلی.”
د سراج بڼ د هوټل قرار دادي نوید وایي چې دده او مهترلام ښاروالۍ تر منځ قرار داد د درې کالونو لپاره شوی او دی هره میاشت ښاروالۍ ته دېرش زره او دوه نیم سوه افغانۍ ورکوي، خو د مهترلام اوسنی ښاروال ښاغلی رحمتزی بیا وایي چې د سراج بڼ هوټل یې د میاشتې په درې دېرش زره افغانۍ قرار داد کړی او نوید هره میاشت درې دېرش زره افغانۍ د مهتر لام ښاروالۍ ته ورکوي.
که څه هم د مهترلام ښاروال ښاغلی رحمتزی له قرار دادي نوید سره په سراج بڼ کې د ودانیو جوړولو په اړه هر ډول جوړ جاړی ردوي او ځان لدې معاملې بېخي جلا ګڼي خو د لغمان یو شمېر ځوانان او مدني فعالان وایي چې دغه کانتین د یوې معاملې او جوړجاړي پر اساس جوړ شوی او نوید ته یې اجازه ورکړې چې په بڼ کې کانتین جوړ کړي.
چې دا یو غیرقانوني کار دی او دا چې دغه کانتین د څومره پیسو په بدل کې پرېښودل شوی پیسې شخصي جیب ته ورځي، چې دا یو ستر فساد دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس