معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د آذربایجان له سفیر سره کتلي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د آذربایجان له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په روغتیايي برخه کې د آذربایجان د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ډاکټر قلندر عباد، د افغانستان او آذربایجان ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د آذربایجان سفیر هم په روغتیايي برخه کې پر ګډ کار او دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس