معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سټنډرډ ملي ادارې يو وار بیا ایران ته ۶ ټانکره بې کېفیته تېل ورګرځولي

د سټنډرډ ملي ادارې يو وار بیا ایران ته ۶ ټانکره بې کېفیته تېل ورګرځولي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۶ ټانکره بې کېفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۶ ټانکره بې کېفیته تیل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس