معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سولې او اقتصاد نړیوال انسټیټیوټ ویلي، افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۸۱ سلنه کمه شوې

د سولې او اقتصاد نړیوال انسټیټیوټ ویلي، افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۸۱ سلنه کمه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سولې او اقتصاد نړیوال انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ – ژوبلې په کچه کې ۸۱ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه انسټیټیوټ چې هر کال په نړۍ کې د امنیت او سولې ارزونه کوي، ویلي چې برعکس له افغانستان بغیر په نړۍ کې د ترهګرۍ له امله د مرګ – ژوبله کچه ۲۲ سلنه لوړه شوې.

د دغه بنسټ د معلوماتو پر اساس تېر کال په ټوله نړۍ کې ۸ زره او ۳۵۲ کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس