معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د سوریې په حلب ښار د اسراییلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ -.ژوبله اوښتې

د سوریې په حلب ښار د اسراییلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ -.ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تېره ورځ سهار د سوریې په شمال کې پر حلب ښار باندې د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د حزب الله ډلې د پنځو غړو په ګډون شاوخوا ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د سوریې خبري اژانس (SANA) د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې د حلب په جنوب ختیځ “أثريا” سيمه کې د اسراییلي دښمن له لوري د هوايي برید په ترڅ کې یو شمېر ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي دي.

یاد آژانس د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.

الجزيرې تلوېزیون د ياد آژانس له قوله خبر ورکړی، چې د ياد تېري په پایله کې یو شمیر ملکي وګړي او سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي او عامه او شخصي ملکیتونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

اسرایيلي صهيونستي رژيم د عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې د چوپتيا پر دوام غزه کې د ټولوژنې ترڅنګ يې هرې خواته بریدونه پيل کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس