معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د سالنګ لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایتي چارواکو ویلي، چې د سالنګ لویه لاره تېره شپه ناوخته دتر افیکو پرمخ خلاصه شوه.

تر دې وړاندې د ټولګټو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي و، ‏د سالنګونو لویه لار چې وړمه ورځ د سختې واورې اورېدو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، دا مهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکو ‏په هلو – ځلو د تګ – راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

دغه وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه هیله کړه، چې د زیان منونکو سیمو څخه د تېرېدو پرمهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چېن) له ځان سره ولري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس