معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ترکیې پولیسو لسګونه نور افغان کډوال نیولي

د ترکیې پولیسو لسګونه نور افغان کډوال نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکیه کې د اماسیا پولیسو د خوراکي توکو په یو موټر کې ۴۰ تنه هغه افغان کډوال نیولي، چې په لاریو پټ شوي وو.

ترکي رسنیو د اماسیا ښار د پولیسو په قول ویلي، چې دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول، چې له اغرې ښار څخه استانبول ته پر لار وو.

ډېری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لري.

دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وکړو مرکزونو ته لېږدول شوي، څو افغانستان ته واستول شي.

ترکيې په دې وروستيو کې د کډوالو د پېژندلو او نيولو د بهير د ګړندي کولو لپاره ګرځنده ګزمې زياتې کړي دي.

بلخوا د ګډوالو د حقونو فعالان بیا دغه کړنه ناقانونه بولي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس