معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ترکیې ولسمشر له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته سفر کوي.

د خبر پر بنسټ، اردوغان به د دغه سفر په ترڅ کې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني او ځینو نورو چارواکو سره لیدنې – کتنې وکړي.

د روانو چارو د څارونکو په باور بغداد اندېښنه لري چې د ترکیې د دجلې او فرات پر سیندونو د نورو بندونو د جوړولو پلان به د عراق د اوبو زېرمې نورې هم کمې کړي.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو مشران د کردستان د کارګر ګوند په اړه هم خبرې وکړي، چې ترکیه یې یوه ترهګره ډله ګڼي.

السوداني ویلي، چې د لومړي ځل لپاره بغداد او انقره غواړي مسایل په موازي ډول سره حل کړي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس